مهم خبرونه:
- له روسبې څخه افغانستان ته د مایع کازو په وارداتو کې دوه برابره زیاتوالی راغلی دی.
- د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو د سفري بندیزونو د معافیت د تمدید ترڅنګ دهغې ډلې ماموریت د یو بل کال لپاره تمدید چې پر دغې ډلې بندیزونه څاري.
- د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې په یوه نوي راپور کې ویلي چې له پاکستانه افغانستان ته راستنې شوې کډوالې ښځې د ناڅرګند وضعیت له امله تر فشار او ګواښ لاندې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې په یوه نوي راپور کې ویلي چې له پاکستانه افغانستان ته راستنې شوې کډوالې ښځې د ناڅرګند وضعیت له امله تر فشار او ګواښ لاندې دي.
دغه راپور کې ویل شوي ول چې له پاکستان نه د څه باندې ۴۲۸ زره اجباري راستنېدونکو له ډلې څخه ۴۸ سلنه يې ښځې او انجونې دي.
راپور کې راغلي ول، چې ډیرې راستانه شوي کډوال په ننګرهار او کابل ولایتونو کې ځای پر ځای شوي، چې اوس د خپل راتلونکي په اړه له ناڅرګندتیا سره مخ دي.
په راپور کې پر دې ټینګار شوی وه چې د ځینو ښځو میړوه بېرته ستنېدو پر مهال ورک شوي او یا نیول شوي دي.
په دغه راپور کې د ښځو یوه بله اندېښنه چې راخیستل شوې وه هغه په افغانستان کې د راستنېدونکو میرمنو د ژوند لپاره د مناسب پلاتفورم نشتوالي وه چې د ملګرو ملتونو په وینا دغه محدویتونه په دغه هېواد کې د جنسیتي ځورونې لامل شوی دی.
په راپور کې دا هم راغلي ول چې له پاکستان څخه د ایستل شويو ښځو او نارینه وو اړتیاوې یو شان دي، خو ښځې د خپل جنس له امله له ګڼو ګواښووونو او ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي.
د یادونې ده چې د پاکستان حکومت له تېرو دو مېاشتو راپدیخوا د یو میلیون نه زیاتو بې اسنادو افغان کډوالو د شړلو امر صادر کړی و، چې د معلوماتو له مخې تر اوسه له ۴۲۸ زره ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
له روسبې څخه افغانستان ته د مایع کازو په وارداتو کې دوه برابره زیاتوالی راغلی دی.
رویټرز خبري اژنس د روسیې د صنایعو د ادارې د معلوماتو پر بنسټ ویلي چې افغانستان د پروسږکال په پرتله سږکال له روسیې څخه دوه برابره زیات مایع کاز اخیستي دي.
راپور کې راغلي ول، چې د راون میلادي کال د جنوري له میاشتې تر نومبر پورې افغانستان نیږدې ۱۷۶زره ټنه مایع کاز له روسیې څخه اخیستې دي چې دا د پروسږکال همدې مودې په پرتله دوه برابر زیاتوالی ښیې.
له روسیې څخه افغانستان د مایع کازو په وارداتو کې داسې مهال زیاتوالي راغلی چې لاهم د افغانستان په بازارونو کې خلک د مایع کازو له لوړو بېو څخه شکایت لري او د طالبانو له سرپرست حکومته غواړي چې د ژمي په را رسېدو سره دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو د سفري بندیزونو د معافیت د تمدید ترڅنګ دهغې ډلې ماموریت د یو بل کال لپاره تمدید چې پر دغې ډلې بندیزونه څاري.
په هغه اعلامیه کې چې د ملګرو ملتونو مطبوعاتي دفتر له لوري خپاره شوې پکې راغلي چې د امنیت شورا ۱۵ غړیو د راپور په اتفاق په دې تړاو مسوده تصویب کړه چې له مخې به يې د طالبانو پر سر د بندیزونو د څارګرې ډلې ماموریت د ۲۰۲۴ کال تر ډسمبر پورې غځول کیږي.
د اعلامیې پر اساس څارونکی ټیم موظف دی د ټولو سرغړونکو اقداماتو په اړه معلومات ټول کړي چې په کې د شتمنیو او بودیجو کنګلول، سفري بندیزونه او د وسلو ا مهماتو تمویل او تجهیز پکې شامل دي.
د امریکا متحده ایالاتونو استازې لینډآ توماس ګرین فیلډ چې د افغانستان د بندیزونو د مسلې مشري په غاړه لري د امنیت شورا له دغې پریکړې هر کلی وکړ.
د چین استازي ګینګ شانګ بیا وویل، دا مهمه ده چې ډاډ تر لاسه شي چې افغانستان د ترهګرو ډلو په مرکز بدل نه شي.
نوموړي د طالبانو پر یو شمېر غړو د سفري بندیزونو د معافیت د تمدید غوښتنه وکړه څو له دې لارې له هغوی سره د ډیالوک زمېنه برابره وي.
د روسیې استازې انا ایم استکنیوا بیا د طالبانو پر یو شمېر غړیو د سفري بندیزونو معافیت په نه تمدید خواشیني وښوده.
خو هغې بیا له دې پریکړې هر کلي وکړ چې له واکمنو چارواکو سره د خبرو لپاره څارونکي ټیم افغانستان ته سفر وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا داسې مهال د طالبانو د سفري بندیزونو د معافیت د تمدید ترڅنګ دهغې ډلې ماموریت د یو بل کال لپاره چې پر دغې ډلې بندیزونه څاري تمدیدوي چې متحده ایالاتو همدا یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو پر دوه نورو لوړ پوړو چارواکو چې په هغه د دې ډلې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر او د علومو اګاډمۍ رییس شامل ول بندیزونه د سفر بندیزونه ولګول.
د افغانستان د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ پر طالبانو فشار راوړي چې په افغانستان کې بندي امریکایان ژر تر ژره خوشي کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وویل، چې ټام ویسټ دغه مسله په افغانستان کې له یوه طالبا استازي سره د خبرو پر مهال مطرح کړې.
متیو میلر وویل، چې له طالبانو سره د لیدنو یوه موخه همدا د چې دا نیول شوي امریکایان بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.
میلر دا نه ده په ډاګه کړې چې څه تعداد امریکایي وګړي دا مهال په افغانستان کې زنداني دي خو سي بي اس ټلویزیون د یوه امریکايي چارواکي له قوله چې نوم يې نه دی اخیستی، راپور ورکړی چې د راین کاربېټ په ګډون دا مهال ۶ امریکایان په افغانستان کې له طالبانو سره زنداني دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال د طالبانو له زندان څخه د امریکايي وګړو د ازادولو غوښتنه کوي چې تر دې مخکې د افغان الاصله امریکايي شاه محمود حبیبي کورنۍ هم چې له څه باندې یو نیم کال راهیسې د طالبانو په بند کې دی، په ځلونو د نوموړي د ازادیدو غوښتنه کړې.
شریکول


