سره لدې چې د آسټرالیا د لیبرال ګوند مشر، سکاټ موریسن او د لیبر (کارګر) ګوند مشر انتونی البنیزی د مختلفو ګوندونو مشري پرغاړه لري. مګر دواړه ځینې شریکې نقطې هم لري. د بیلګې په توګه دواړه مشران سپین پوستي آسټرالیایان دي، ماشوم توب یې په سیډني کې تېر کړی، د عیسویت پر دین باور لري او د اقتصاد په برخه کې یې لوړې زده کړې ترلاسه کړي.
د دواړو اصلي ګوندونو مشران همدومره ورته والی لري، اصلي پوښتنه داده چې مونږ دغه مشران څومره پېژنو؟

سکاټ موریسن
سکاټ موریسن په پارلمان کې د سیډني د کوک سویلي سیمې استازی دی، مګر د سیډني ښار په بډایه ختیځو سیمو کې ریښې لري. هغه د سیډني په برونټي سیمه کې لوی شوی او دوه ماشومان لري.
د سکاټ موریسن پلار جان نومیده او په سیمه ایز سیاست کې فعاله وه، نوموړی د سیاست ترڅنګ د پولیسو افسر هم پاتې شوی وه.
ښاغلی جان د ۱۶ کلونو لپاره د سیډني په ویورلي سیمه کې سیاست کړی او د یاد کونسل مشر هم پاتې شوی.
سکاټ موریسن، د سیډني په ختیځو سیمو کې د ( Sydney Boys High School) ته تللی، د ښونځي له فراغت وروسته یې د نیو ساوت ویلز پوهنتون ته لاره پیدا کړې او هلته یې د اقتصاد په برخه کې زده کړې کړي.
نوموړی کلیسا ته هم ځي، چېرته چې هغه په ۱۶ کلنۍ کې د خپل ژوند له شریکې جینې وارن سره کتنه کړې او په ۱۹۹۰م کال کې یې واده کړی او اوسمهال دوه لوڼې لري چې ښونځي ته ځي.
دیني او ټولنیزه محافظه کاري
ښاغلي موریسن خپله دنده د صنعت په سازمانونو کې پیل کړې او د آسټرالیا د ملکیت شورا مشرۍ ته رسېدلی. نوموړی په ۲۰۰۴ م کال کې د آسټرالیا د ګرځندوی ادارې د مشر په توګه ټاکل شوی.
تر هغه وروسته یې د لنډې مودې لپاره د لیبرال ګوند د ایالتي مدیر په توګه دنده ترسره کړې او په ۲۰۰۷ م کال کې یې پارلمان ته لاره پیدا کړې.
مخکې لدې چې ښاغلی موریسن د لیبرال ګوند مشر و ټاکل شوي، د آسټرالیا د خزانې، ټولنیزو خدمتونو، کډوالو او سرحدونو وزیر په توګه یې دندې ترسره کړي.
د آسټرالیا د کډوالو او سرحدونو د ساتنې وزارت پرمهال نوموړی د کډوال د بېړیو د مخنیوي لپاره ځانګړي عملیات په لاره اچولي وه.

ښاغلی موریسن یو پنټاکوسټل عیسوی او ټولنیز محافظه کار دی.
نوموړی د ۲۰۱۸ کال د آګسټ د میاشتې له ۲۴ نېټې څخه د آسټرالیا لومړی وزیر او د لیبرال ګوند مشر دی.
انتونی البنیزی
انتونی البنیزی د ۱۹۶۳ کال د مارچ پر دویمه نېټه د آسټرالیا په سیډني ښار کې زېږېدلی دی. ښاغلی البنیزی د خپلې مور لخوا په سیډني کې لوی شوی.
نوموړی وايي چې ژوند آسانه نه وه او مور یې ویلي وه چې زوی به یې روښانه راتلونکې ولري.

د ښاغلي البنیزي مور له حکومت څخه د ډیسبیلټي پنشن (Disability Pension) پیسې ترلاسه کولې، له همدې امله له مستحقو کسانو سره د حکومت د مالي مرستې په ارزښت پوهېږي.
هغه وايي: "زه د ډالر په ارزښت پوه شوم، ما د انعطاف اهمیت زده کړ. ما د ټولنې د پیاوړتیا او د حکومت د ځواک په اړه هم زده کړل چې د خلکو په ژوند کې بدلون راولي."
ښاغلی البنیزی په خپلې کورنۍ کې لومړنی کس دی چې له ښونځي څخه فارغ شوی. هغه د سنټ میریس کتیډرل کالج (St Mary's Cathedral College) څخه فارغ شوی او بیا یې د سیډني پوهنتون ته لاره پیدا کړې او په اقتصاد کې یې لوړې زده کړې ترلاسه کړي.
په پوهنتون کې د زده کړیالۍ پرمهال د زده کړیالانو استازی وه او په همدې مودې کې یې د لیبرال ګوند غړیتوب ترلاسه کړ.
نوموړی له ۱۹۹۶ کال څخه د ګرینډلر سیمې استازی دی او د زیربناو د وزیر، د چاپیریال د سرپرست او د لومړي وزیر د مرستیال په توګه دندې ترسره کړي.
هغه وایي چې د وکالت پرمهال یې د ویاړ ورځ هغه وه چې په ۲۰۰۸ کال کې د آسټرالیا پخواني لومړي وزیر کیون راډ له ورک شوي نسل څخه ملي بښنه وغوښته.
په ۲۰۱۹ کال کې د ټاکنو له بایللو وروسته، بل شورټن د لیبر ګوند له مشرۍ لرې شو او انتونی البنیزی یې پرځای و ټاکل شوی. نوموړی تر دې دمه د یاد ګوند مشر دی.

