د اسټراليا لومړی وزير د امنيتي کسانو لخوا د پوهنتون له ودانې څخه په بيرې د پوليسو موټر کې وويستل شو.
د کډوالو مدافعينو د لومړي وزير پر موټر جعلي وينو رنګ تويولو سره پناه غوښتونکو پر وړاندې د هغه پاليسي وغندله.
ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي انځورونو کې ښودل کيږي چې د کوينزليند پوهنتون ځيني ديوالونه هم پر سور رنګ رنګ شوي.
مظاهره کوونکو شعارونه په لاس کې لرل او پر هغو ليکل شوي ول ( ما وبښه چې زه کښتۍ له لارې راغلی يم او پناه مې غوښتې.
داسې شعارونو سره د کوينزليند ايالت پوهنتون پر شاوخوا ديوالونو لګول شوي ول.
ويډيو کې ليدل کيږي، يو شمير مظاهره کوونکي د کډوالو خوشې کولو نارې وهي او غواړي له لومړي وزير سره خبرې وکړي.

لومړي وزير سکاټ موريسن له پيښې وروسته رسنيو سره خبرو دوران کې وويل ، د مظاهره کوونکو ننۍ حرکت خواشينونکی وه.
د کوينزليند ايالت مرکز بريزبن ښار کې د کډوالو مدافعينو څو وارې د حکومت کډوالو پاليسي خلاف مظاهرې کړي او دا مهال د ياد ښار کانګرو پواينټ هوټل کې ۱۲۰ پناه غوښتونکو ساتل کيږي.
پر حکومت د پناه غوښتونکو او کډوالو پر وړاندې د سختې پاليسۍ وړاندې کولو پر وړاندې له ډير وخت راهيسې نيوکې کيږي.

اسټراليا کې د کډوالو شورا په وينا، له اسټراليا څخه بهر د اسټراليا کډوالو توقيف ځايونو کې له ۲۰۱۲ کال راهيسې ۱۳ کسان مړه شوي.

