خپل ډاکټر ته مراجعه وکړئ ترڅو ستاسو حالت وارزوي. ستاسو ډاکټر تاسو ته د درملنې يو پلان جوړوي. ستاسو درملنې پلان له مخه تاسې ۱۰ ځله د عقلي او عصبي داکټر خدمتو ته په وړيا ډول لاسرسی پيدا کولی شئ.
Male doctor writing in patient chart, mid section Source: AAP
۲: ورپيژندل
تاسې کيدای شي چې د ميډي کيار د عصبي روغتيا خدمتو ته ور وپيژندل شئ، يادو خدمتو کې عقلي او عصبي ډاکټر ته ورتګ هم شامله ده چې ستاسو د ډاکټر د درملنې پروګرام يو برخه ده چې له مخه يې تاسې يادو برخې ته ورپيژندل کيږئ.
Mental health at work by AAP Source: AAP
۳:خپله درملنه تعقيبول
ستاسو د روغتيا برخې اړتيا ته په ليدو سره لومړی تاسو ته ۶ ځله عقلي او عصبي متخصص ډاکټر ته د ورتګ پلان در کول کيږي او که چيرې تاسې غواړئ چې ۴ ځله نور هم ياد ډاکټر وګورئ نو خپل GP يا ډاکټر وګورئ چې تاسو ته د ۴ ځله نور ډاکټر ليدو لپاره خط درکړي.