۱: د زده کړې ويزه څه شی ده؟
.دا هغه ويزه ده چې له مخه يې تاسې اسټراليا ته زده کړې لپاره راتلای شئ

۲: زده کړې کومې ويزې شتون لري؟
د زده کړې بيلابيلې ويزې شتون لري او دا دې پورې اړه لري چې کومې برخه کې تاسې زده کړه کول غواړئ.
د زده کړې ويزې په لاندې برخو کې ترلاسه کولای شئ.
- د لوړو زده کړو ويزه
- ښونځي کې زده کړه کول
- روزنه، د روزنې برخه کې بلنليک يا Sponsorship اخيستل
- اسټراليا ته راتګ او ورسره زده کړه کول

۳: کوم کسان کولائ شي چې د زده کړې ويزې ته غوښتنليک ورکړي؟
بهرني زده کوونکي چې غواړي اسټراليا کې پوره وخت لپاره راجسټر شوو برخو کې زده کړه وکړي.

۴: د زده کوونکو غوښتنليک څنګه ارزول کيږيِ؟
- اسټراليا کې د زده کړې دوران د زده کوونکي مالي لږښت لپاره په کافي اندازي پيسې لرل په پام کې نيول کيږي.
- د زده کړې لږښت
- د سفر کولو لږښت او که تاسو سره ستاسو کورنۍ راځي نو د هغو لږښت ته هم بايد کافي اندازه پيسې ولرئ.
- انګليسي ژبه باندې د زده کړې تر حده پوهه لرل
- د زده کړې ليول له مخه د پاسپورټ او طابعت ارزول

د يادو ويزو شرايط؟
د زده کړې ويزو شرايط له Visa Entitlement Verification Online يا VEVO څخه تر لاسه کولی شئ.
يادې ويبپانې کې تاسو ته د زده کړې او هم د کار شرايط ښودل کيږي.

د زده کړې برخه کې که کوم شکايت لرئ نو څنګه مرسته ترلاسه کولای شئ؟
اسټراليا کې د ښوونې ټول مرکزونه د Educational Services for Overseas Student Act قانون له مخه کار کوي او که کوم زده کوونکی شکايت لري نو کولای شئ چې د Overseas Student Ombudsman له ادارې څخه مرسته تر لاسه کړي.


