د سیډني ښار په یوې کلیسا کې څلور تنه په چړې وهل شوي دي

د سیډني ښار د بونډای جنکشن په شاپنګ سنټر کې د ۶ کسانو له وژل کېدو وروسته، نن ماښام د دغه ښار په یوې کلیسا کې څلور تنه په چړې وهل شوي‌ دي.

Melbourne becomes more violent than Sydney.

Source: SBS

د سیډني په لویدیځ کې د ټلویزیوني نشراتو پرمهال یو عیسوی بشپ (د کلیسا او پادریانو د نظارت او رهبرۍ مسئول) او درې کلیسا ته تلونکي کسان په چړې وهل شوي دي.

پولیسو ویلي چې عملیات روان دي او یو تن یې نیولی دی.

پولیسو په یوه بیان کې ویلي: "افسرانو یو سړی نیولی او هغه له پولیسو سره په څېړنو کې مرسته کوي."
د نیو ساوت وېلز ایالت د امبولانس خدمتونو یوه ویاند ویلي چې د ماښام په ۷ بجو او ۱۵ دقیقو کلیسا ته بلل شوي او د یو تن ټپي درملنه یې د لیورپول روغتون ته له انتقال مخکې کړې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو ښیې چې یو سړی چې تور جامې یې اغوستي دي د مار ماري ایمانویل په نوم یو سړي ته چې د Christ the Good Shepherd کلیسا بشپ دی نږدې کېږي.


دغه کلیسا د سیډني‌ په لویدیځ کې د واکیلي په سیمه کې موقعیت لري.


په داسې حال چې د دغې پېښې په اړه څېړنې دوام لري. د آسټرالیا د امامانو ملي شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه پېښه غندلې ده.

په اعلامیې کې راغلي: "دا بریدونه وحشتناکه دي او په آسټرالیا کې هیڅ ځای نلري، په ځانګړې توګه د عبادت ځایونو او مذهبي مشرانو په وړاندې."

"موږ له ټولنې څخه غواړو چې ارام واوسي او د ټولو آسټرالیایانو د خوندیتوب او امنیت لپاره په ګډه کار وکړي."


دا په داسې حال کې ده چې د شبنې په ورځ (اپریل ۱۳مه) د سیډني ښار د بونډای جنکشن په وېسټفیلډ شاپنګ سنټر کې یو سړي ۶ کسان په چړې ووژل او لږترلږه ۱۲ کسان یې ټپیان کړل. په وژل شویو کسانو کې ۵ ښځې او یو سیکیورټي ګارډ شامل وو.

شریکول

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service