د وېکټوریا ایالت، جیلانګ ښار سره نږدې په یوه سیمه ایز ښارګوټي کې د یوه ښوونځي بس چپه شوې چې له امله یې څو کسان سخت ژوبل شوي دي.
د ویکټوریا ایالت د پولیسو په یوې اعلامیې کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار په ۸ بجې او ۲۰ دقیقو رامنځ ته شوې او د دوی افسران د سټون هېون په سیمه کې د ښوونځي د بس د چپه کېدو پېښه څېړي.
د پولیسو یوه ویاند اس بي اس نیوز ته ویلي: "ویل کېږي چې څو کسان سخت ژوبل شوي دي."
د جیلانګ اډورټایزر (Geelong Advertiser) ورځپاڼې راپور ورکړی چې یوه زده کوونکې په دې پېښه کې مړه شوې ده.
په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

