د سویلي کوریا پارلمان د سه شنبې په ورځ یوه لایحه تصویب کړه چې د سپي د غوښې خوړل او پلور پای ته رسوي، دا یو داسې اقدام دی چې د حیواناتو د هوساینې لپاره د ډیریدونکي ملاتړ پرمهال د پخوانیو پېړیو جنجالي عمل غیر قانوني ګرځوي.
د سپي د غوښې خوړلو ته یو وخت د کوریا په مرطوب دوبي کې د استقامت د ښه کولو لپاره د یوې لارې په توګه کتل کېدل، مګر دا دود اوس بدل شوی او ډیری د لوي عمر لرونکي کسان د سپي غوښه خوري.
فعالان وايي چې اکثره د سپي د حلالولو پرمهال له برق څخه کار اخیستل کېږي یا هم سپي ځړول کېږي، مګر سوداګر وايي چې په دې برخه کې پرمختګ شوی دی.

د دې بندیز ملاتر د سویلي کوریا د اوسني ولسمشر یون سوک یول د حکومت پرمهال زیات شوی، ځکه هغه په خپله هم د حیواناتو مینه وال دی.
په سویلي کوریا کې د سپیو د غوښې د تجارت او خوړلو د منع قانون د ۲۰۸ رایو په اکثریت سره د پارلمان لخوا تصویب شوی.
د دغه قانون ماتول به تر دریو کلونو بند یا ۳۰ ملیونه وونه ($ 34,000) جریمه ولري.
د Humane Society International Korea په نوم د څارویو د ساتنې له ډلې څخه بورامي سیو وايي: "دا قانون به د انسان د مصرف لپاره د سپیانو نسل او وژنه پای ته ورسوي"
"موږ له دې ظالمانه صنعت څخه د ملیونونو سپو د ژغورلو په برخه کې یوه مهم پړاو ته رسیدلي یو."
د کوریا د خوراکي سپیانو اتحادیه وايي، دغه پرېکړه به پر ۳۰۰۰ رسټورانټونو او ۳۵۰۰ فارمونو چې
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.



