د روان کال د جولای میاشتې له لومړۍ نېټې څخه آسټرالیایان کولای شي په پنځو کاري ورځو کې په ۱۰۰ اضافي ډالرو پاسپورټ ترلاسه کړي.
د یوه نوي نوښت له مخې به مسافر و کولی شي، د اصلي فیس سربیره د ۱۰۰ اضافي ډالرو په ورکولو سره په لنډ وخت کې پاسپورټ لاس ته راوړي.
اوسمهال آسټرالیایان د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره ۳۴۶ آسټرالیايي ډالره (شاوخوا ۲۳۰ امریکايي ډالره) فیس ورکوي او شاوخوا ۶ اوونۍ باید انتظار وباسي.
د یادولو وړ ده چې اوسمهال په چټک ډول د پاسپورټ ترلاسه کولو یو بل سیسټم هم شته چې خلک کولای شي په ۲ ورځو کې پاسپورټ ترلاسه کړي، مګر د هغې لپاره باید ۲۵۲ اضافي ډالر ورکړي.
تمه کیږي چې حکومت به په پنځو کلونو کې له دې نوي اقدام څخه ۲۷.۴ میلیونه ګټه ترلاسه کړي.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره د آسټرالیا د پاسپورټ ادارې له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

