Rural landscape, Western Australia, Australia
Rural landscape, Western Australia, Australia

ستاسو په ژبه د آسټرالیا ملي سرود او د تابعیت ژمنه

موږ د آسټرالیا ملي سرود او د تابعیت ژمنه یو زیات شمېر هغو ژبو ته ژباړلې چې د آسټرالیا خلک پرې خبرې کوي.

خپور شوی په

سرچینه: SBS
اس بي اس په ټوله آسټرالیا کې ابوریجینل او د ټورس تنګي د ټاپوګانو خلک د هیواد دودیز مالکین ګڼي او له ځمکې، اوبو او ټولنې سره د دوی دوامداره اړیکه مني.

د آسټرالیا د ملي سرود (Advance Australia Fair) شعر په ۱۸۷۸ کال کې د آسټرالیا د یوه ښوونځي د ښوونکي او سندرغاړي پیټر ډوډز مک‌کورمیک لخوا لیکل شوی او د ۱۹۸۴ کال د اپریل په ۱۹مه د آسټرالیا د ملي سرود په توګه تایید شوی.

په ۲۰۲۱ کال کې د ملي سرود د دویمې کرښې کلمې له 'ځوان او ازاد' څخه 'یو او ازاد' ته بدلې شوې ترڅو ټول شمولیت منعکس کړي.

ملي سرود د رسمي غونډو، ورزشي لوبو او نورو ټولنیزو مراسمو پر مهال غږول کېږي.


د آسترالیا د ملي سرود شعر

آسټرالیایانو راځی چې ټول خوشحالي وکړو
ځکه موږ یو آزاد ملت یو
موږ زرینه خاوره او شتمني لرو
زموږ کور د سمندر په غیږ کې راچاپېره دی
زموږ هېواد د طبیعت یوه ډالۍ ده
د بې سارې او ارزښتناکې ښکلا کور دی
د تاریخ په هر پړاو کې
آسټرالیا د پر مخ لاړه شي.
نو راځئ په خوښۍ سره دا سرود ووایو.
آسټرالیا دې تل پر مخ روانه وي.

د ځلانده جنوبي صلیب تر رڼا لاندې
موږ به په مینه او زیار سره کار کوو
ترڅو زموږ دا هېواد
د نړۍ په ټولو هېوادونو کې نومیالی کړو:
د هغو خلکو لپاره چې د سمندرونو له پورې غاړو راغلي
موږ پراخې ځمکې لرو چې ورسره یې شریکې کړو؛
راځئ ټول په میړانې سره یو موټی شو
چې آسټرالیا تل پرمختګ وکړي.
نو راځئ په خوښۍ سره دا سرود ووایو.
آسټرالیا دې تل پر مخ روانه وي.
Australians Celebrate Australia Day As Debate Continues Over Changing The Date
- Credit: Don Arnold/Getty Images

د آسټرالیا د تابعیت ژمنه

په ۱۹۴۹م کال کې د آسټرالیا د تابعیت له معرفي کېدو راهیسې له شپږو میلیونو څخه زیاتو کسانو د رسمي مراسمو له لارې د آسټرالیا تابعیت ترلاسه کړی دی.

د تابعیت مراسم د ځایي شوراګانو له خوا تنظیمیږي، په شمول د هغو مراسمو چې د سپټمبر په ۱۷مه د تابعیت په ورځ ترسره کېږي.

د دې مراسمو په یوه برخه کې د آسټرالیا ملي سرود غږول کېږي او خلک د آسټرالیا د تابعیت د مسؤلیتونو د منلو ژمنه کوي.

د ژمنې دوه نسخې یا بڼې شته، چې په یوې کې د خدای یادونه کېږي.

د ژمنې لومړۍ بڼه  

د خدای په حضور کې، له دې وروسته،
زه د آسټرالیا او د هغې له خلکو سره د خپلې وفادارۍ ژمنه کوم،
چې دیموکراتیک باورونه مې ورسره شریک دي،
حقونو او ازادۍ ته یې درناوی کوم او
د هغوی قوانینو ته به درناوی وکړم او تابع به یې یم.

د ژمنې دویمه بڼه  

له دې څخه وروسته،
زه د آسټرالیا او د هغې له خلکو سره د خپلې وفادارۍ ژمنه کوم،
چې دیموکراتیک باورونه مې ورسره شریک دي،
حقونو او ازادۍ ته یې درناوی کوم او
د هغوی قوانینو ته به درناوی وکړم او تابع به یې یم.

د آسټرالیا ملي سرود او د تابعیت لوړه په خپله ژبه واورئ او ولولئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service