د آسټرالیا مرکزي بانک (Reserve Bank of Australia) په خپله میاشتنۍ ناسته کې پرېکړه کړې ترڅو په دغه هېواد کې د سود نرخ ۱.۳۵ سلنه ته لوړ کړي.
دا په دوامداره توګه دریم ځل دی چې د آسټرالیا مرکزي بانک د سود نرخ پورته کوي. تردې وړاندې په مې میاشت کې مرکزي بانک د سود نرخ له ۰.۱ سلنه څخه ۰.۳۵ سلنه ته او په جون میاشت کې ۰.۸۵ سلنه ته پورته کړ.
د آسټرالیا مرکزي بانک په داسې حال کې د دریم ځل لپاره د سود نرخ لوړوي چې په دغه هېواد کې انفلاسیون ۵.۱ سلنه ته پورته شوی او د مختلو شیانو او خدمتونو نرخونه پورته تللي دي.
د آسټرالیا مرکزي بانک غواړي ترڅو د سود له زیاتوالي سره انفلاسیون کنټرول کړي او بېرته یې ۲ تر ۳ سلنه را ښکته کړي.

د آسټرالیا خزانه دار، جیم چالمرز وايي، مخکې لدې چې انفلاسیون کنټرول شي، آسترالیایان باید سږکال د انفلاسیون لوړېدو ته په تمه اوسي.
"مخکې له دې چې انفلاسیون ښه شي، نو لومړی به خراب شي، تر هغه وروسته به بېرته ښه شي."
د ۰.۵ سلنه سود له زیاتوالي سره به د هغو کسانو په مورګیج کې ۱۳۷ ډالره تغییر راشي چې له بانک څخه ۵۰۰ زره ډالره پوروړي دي. مګر هغه چې ۷۵۰ زره ډالره قرضداره دي، هغوي به شاوخوا ۴۹۹ ډالر زیات مورګیج ورکوي.

