ګوګل کمپنۍ د دوشنبې په ورځ په ټوله نړۍ کې د هغو پېښو، شخصیتونو، فلمونو او ورزشي لوبو لېست خپور کړی چې سږکال خلکو آنلاین لټولي دي.
د حماس او اسرائیلو ترمنځ جګړه، احساس پروګرام او د علیزا سحر د ویډیو خپرېدل له هغو موضوعاتو څخه دې چې پاکستان کې یې خلکو په اړه معلومات لټولي دي.
د خبري پېښو ترڅنګ پاکستانیانو د ورزش، فلمونو او شخصیتونو په اړه هم په انټرنېټ کې د معلوماتو پیدا کولو هڅه کړې ده.
په پاکستان کې خلکو د څه په اړه معلومات لټولي دي؟

خبرونه:
۱- په اسراییلو او غزه کې جګړه
۲- د احساس پروګرام
۳- علیزا سحر
۴- اکشې کمار
۵- کاجول
۶- عمران ریاض خان
۷- پاکستانۍ روپۍ
۸- د پېښور چاودنه
۹- فاطمه طاهر
۱۰ محمد عامر
خلک:
۱- حریم شاه
۲- علیزا سحر
۳- ټایګر شراف
۴- عبدالله شفیق
۵- عثمان خان
۶- انورالحق کاکړ
۷- ګلین مکسوېل
۸- شبمن ګیل
۹- سعود شکیل
۱۰- حسیب الله خان
فلمونه او ډرامې:
۱- اوپنهایمر (Oppenheimer)
۲- جوان (Jawan)
۳- پټان (Pathan)
۴- باربی (Barbie)
۵- ټایګر - ۳ (Tiger 3)
۶- ګدر - ۲ (Gadar 2)
۷- کري آن جټا ۳ (Carry on Jatta 3 )
۸- جان ویک (John Wick)
۹- فرضي
۱۰- اکسټرکشن -۲ (Extraction 2)
د کرېکټ لوبې:
۱- د پاکستان او نوي زیلنډ ترمنځ لوبه
۲- د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبه
۳- د پاکستان او آسټرالیا ترمنځ لوبه
۴- د هند او نوي زیلنډ ترمنځ لوبه
۵- د پاکستان او نېدرلنډ (هالنډ) ترمنځ لوبه

تکنالوژي:
۱- چټ جي پي ټي (ChatGPT)
۲- تماشا لایف (Tamasha Live)
۳- انفینکس نوټ (Infinix Note)
۴- آیفون ۱۵ (iPhone 15)
۵- آې آر واي زپ (ARY ZAP)
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

