د آسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت پر سمارټ ټراولر (Smartraveller) ویب پاڼه یوه نوې خبرتیا خپره کړې او یو ځل بیا یې له خپلو وګړو غوښتي چې افغانستان ته سفر و نه کړي.
پر دغه وېب پاڼه خپرې شوې خبرتیا کې راغلي: "افغانستان ته سفر مه کوئ. په افغانستان کې هېڅ ځای خوندي نه دی – حتی پلازمېنه هم"
"په افغانستان کې آسټرالیایان تښتول شوي، په خپلواکه توګه بندیان شوي او د ترهګریزو بریدونو هدف ګرځېدلي دي."
"امنیتي وضعیت ډېر خطرناک او بې ثباته دی. وسلهواله شخړه کولی شي بې له خبردارۍ پراخه شي. هوايي ډګرونه او پولې ممکن ناڅاپه وتړل شي."
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې "آسټرالیا په کابل کې سفارت نه لري" او د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا هم خورا "محدوده ده"
دغه وزارت خبرداری ورکړی: "که تاسو زموږ د مشورې پر خلاف افغانستان ته لاړ شئ، نو تاسو د خپل خوندیتوب مسؤلیت لرئ."
سره له دې چې د آسټرالیا حکومت خلکو ته خبرداری ورکوي چې افغانستان ته سفر و نه کړي، شمېرې ښيي چې افغانستان ته د ورتلونکو سیلانیانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ۲۰۲۴م کال تر ډسمبر میاشتې پورې په دریو کلونو کې شاوخوا ۱۴۵۰۰ بهرني سیلانیان افغانستان ته ورغلي دي.
د روان ۲۰۲۵ کال په اګسټ میاشت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له اس بي اس پښتو سره په خبرو کې ویلي و چې د طالبانو حکومت توانیدلی ترڅو "په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت تامین کړي او تر نن ورځې پورې یې وساتي".
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.
شریکول


