ملګرو ملتونو په افغانستان کې د یوناما د ماموریت موده وغځوله

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو وايي په افغانستان کې د یوناما ماموریت خورا مهم دی.

A UN Security Council Meeting.

Source: Getty

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو په افغانستان کې د یوناما ماموریت د رایو په اکثریت سره تصویب کړی، مګر روسیې دغې پرېکړې ته رایې ورکولو څخه ډډه کړې ده.

دا پریکړه وروسته له هغه نیول کېږي چې د طالبانو له واک ته رسېدلو وروسته  په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د سرغړونو په اړه اندیښنې ډیرې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو ویلي چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت خورا مهم دی.

Snowing in Afghanistan
Source: SBS-Jawed Rostapoor

په ملګرو ملتونو کې د ناروې دایمي استازې مونا جول وايي، افغانان له بې ساري ننګونو سره مخ دي.

هغه وايي: "پرېکړه ليک يو څرګند پيغام ورکوي چې دا شورا د ملګرو ملتونو د دوامداره مرستو تر شا په ټينګه ولاړه ده."

"پریکړه لیک ډاډ ورکوي چې یوناما (په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت) د ټول شموله سیاسي خبرو اترو د ودې، د بشري حقونو په اړه د څارنې او راپور ورکولو، او د بشردوستانه او لومړنیو بشري اړتیاوو مرستې ته دوام ورکولو لپاره قوي او پیاوړې دنده لري."

د روانې میاشتې په پیل کې، د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي وویل چې په افغانستان کې ډېرې افغانې ښځې له عادلانه زده کړو او کار کولو څخه منعې دي.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا دایمي استازې باربرا ووډوارډ ویلي، طالبان باید له بشري حقونو څخه د سرغړونو حساب ورکړي او پر روسیې یې هم نیوکه وکړه چې له رایې ورکولو ډډه کوي.

هغه وايي: " نن ورځ، شورا په یوه غږ سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پیاوړي ماموریت په ملاتړ خبرې وکړې: ترڅو د بیړنیو بشري هڅو رهبري او همغږي وشي، د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو ملاتړ وشي." 

" په داسې حال کې چې د یوناما کار تر بل هر وخت ډیر مهم دی. ډیره د خواشینۍ خبره ده چې د شورا یوه غړي  له رایې ورکونې ډډه وکړه."


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now