د طالبانو د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی سراج الدین حقانی د جلال الدین حقاني زوی تېره اوونۍ د لومړي ځل لپاره د رسنیو په وړاندي را ښکار شوو.
د سراج الدین حقاني نوم د حقاني شبکې د یوه لوړ پوړي مشره په توګه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په تور لیست کې شامل دي، او دمتحده ایالاتو د فدرال تحقیقاتي ادارې اف بی ای د تعقیبونکو اشخاصو له ډلې څخه هم دی.
حقاني همدارز په ۲۰۰۸ کال په جنورۍ میاشت کې په کابل کې پر یوه هوټل تر برید وروسته چې هغه کې د یو امریکايي وګړي په ګډون شپږه تن ووژل شول د امریکا فدرال تحقیقاتي ادارې د هغه پیدا کولوهڅه کوله.
ویل کیږي چې حقاني په افغانستان کې پر امریکايي او نړیوالو ایتلاف پر ضد ګڼو بریدونو لاس درلود او هغه همدارنګه په ۲۰۰۸ کال د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ترور په هڅې هم تورن دی.
حقاني شبکه په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د نړیوال ایتلاف او تیر حکومت پر ضد مرګوني بریدونو تر سره کړي دي او همدارنګه په هدفي وژنو او د بهرنیو وګړو په اختطاف باندي هم تورنه ده.
Global terrorisam د ترهګرۍ نړیوالې ډلبندۍ په خپل یو تازه راپور کې افغانستان بیا د ترهګرۍ ځپلو هېوادونو د نوملړ په سر کې راوستی.
دا دریم کال ده چې افغانستان د ترهګرۍ له اړخه د ځپل شویو هېوادونو د نوملړ په سر کې راغلی دی.خو طالبانو بیا دا راپور رد کړی او داعش په اړه يې ویلي چې دا ډله يې په افغانستان کې ځپلې او سر پورته کېدو ته يې نه پریږدي.
ملګرو ملتونو تازه یوه راپور کې په ډاګه کړې چې په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدو راپدیخوا څه نا څه ۴۰۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د راپور له مخې ددغو ځاني زیانونو ۸۰ سلنه د داعش له لوري رامنځته شوې ده.
رویټرز د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو دا راپور د تېر کال له اګسټ میاشتې څخه بیا د راون کال د فبروري تر پایه چمتو شوی دی.
پدې اره بشپړ رپوټ واورئ.





