وېکټوریا ایالت خپلې پولې د سیډني ښار د شمالي ساحلي سیمو د اوسېدونکو پرمخ و تړلې

له نن شپې څخه د نیو ساوت وېلز ایالت اوسېدونکي، وېکټوریا ته له سفر مخکې باید اجازه ترلاسه کړي

Victoria

Source: MHD Supply Chain

 د سیډني ښار په شمالي ساحلي سیمو کې د کرونا وېروس د ۲۸ نویو پېښو له ثبت وروسته ، د وېکټوریا ایالت مسئولینو پریکړه کړې ترڅو خپلې پولې د یادو سیمو د اوسېدونکو پر مخ وتړي.

د وېکټوریا ایالت د روغتیا وزیر مارټن فولې وايي چې د نیو ساوت وېلز ایالت د نورو سیمو اوسېدونکو ته هم پکار ده ترڅو وېکټوریا ته له سفر مخکې د سفر اجازه ترلاسه کړي.

 ښاغلي فولې زیاتوي چې د ټرافیک لایټ سیستم په مرسته به د نیو ساوت وېلز اوسېدونکو ته د سفر جوازونه صادر شي.
په یاد سیستم کې ، د سیډني شمالي ساحلي سیمې د ریډ زون ، 

وېکټوریا په تېرو ۴۸ ورځو کې د کرونا وېروس هېڅ داسې پېښه نده ثبت کړې چې وښيي دغه وېروس په ټولنه کې له یو تن څخه بل ته انتقال شوی. مګر په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس د هغو پېښو شمېر په زیاتېدو دی چې ښيي په ټولنه کې وېروس له یو تن څخه بل ته د انتقال په حال کې ده.

د نیو ساوت وېلز ایالت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وېروس ۱۶ نوې پېښې ثبت کړي چې له دغې ډلې څخه ۱۵ پېښې د سیډني ښار له شمالي ساحلي سیمو سره تړاو لري.
د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره ۱.۵ فاصله و ساتي.

د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000  شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 

تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service