Breaking

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په کرونا وېروس اخته شوی

په فرانسې کې تر دې دمه شاوخوا دوه نیم میلیونه کسان په کرونا وېروس اخته شوي او نږدې ۶۰ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

French President Emmanuel Macron has condemned the images of policemen attacking a black man.

French President Emmanuel Macron. Source: AAP

د فرانسې د جمهوري ریاست لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې د دغه هېواد ولسمشر ایمانویل مکرون په کرونا وېروس اخته شوی. 

اعلامیه زیاتوي چې نوموړی به د فرانسې د صحي لارښونو مطابق ځان د ۷ ورځو لپاره قرنطین کړي او خپلو کارونه ته به له خپل قرنطین ځای څخه دوام ورکړي.
ایمانویل مکرون د نړۍ ۷ مشر دی چې په کرونا وېروس اخته شوی . تر دې وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د انګلستان د لومړي وزیر بوریس جانسن په ګډون یو شمېر نورو مشرانو د کووېډ-۱۹ ناروغي تېره کړې ده.

خپرې شوې شمېرې ښيي چې په فرانسې کې تر دې دمه شاوخوا دوه نیم میلیونه کسان په کرونا وېروس اخته شوي او نږدې ۶۰ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره ۱.۵ فاصله و ساتي.

د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000  شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 

تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: AFP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service