ولادیمیر پوتین د آسټرالیا ‌په ګډون پر یو شمېر هېوادونو د تېلو پلور بندوي

روسیه پر هغو هېوادونو د تېلو پلور بندوي چې د دغه هېواد پر تېلو او ګازو د لویدیځ لخوا ټاکل شوی حد پلي کوي.

Russia Putin

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین Credit: AP

د روسیې حکومت اعلان کړی چې پر هغو هېوادونو د تېلو پلور بندوي چې د دغه هېواد پر تېلو او ګازو د لویدیځ لخوا ټاکل شوی حد پلي کوي.

د آسټرالیا په ګډون یو شمېر هېوادونو پرېکړه کړې ترڅو د روسیې د هر بېرل تېلو لپاره تر ۸۹ آسټرالیايي (۶۰ امریکايي) ډالرو ډېرې پیسې ورنکړل شي. دغه پرېکړه د ډسمبر د میاشتې له ۵ نېټې څخه د تطبیق وړ ده.

روسیه له سعودي عربستان څخه وروسته، په نړۍ کې د تېلو دویم لوی صادروونکی هېواد دی. که چېرې روسیه پر ځینو هېوادونو تېل بند کړي نو دا به د انرژۍ پر نرخونو د پام وړ ناوړه اغېز ولري.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا لاسلیک شوی امر به د فبرورۍ د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د ۶ میاشتو لپاره عملي شي.

په نړیوال مارکېټ کې اوسمهال د یو بېرل خامو تېلو بیه ۱۱۷ آسټرالیايي ډالره ده، مګر د روان کال په مارچ میاشت کې د یوه بېرل تېلو بیه ۱۷۷ آسټرالیایي ډالرو ته رسېدلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې اوکراین له روسیې سره د خبرو لپاره چمتووالی نیسي.

تمه کېږي ترڅو د راتلونکي کال په فبرورۍ میاشت کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې لپاره یوه ناسته ترسره شي.

A Ukrainian serviceman walks amid the rubble of a building heavily damaged by multiple Russian bombardments near a frontline in Kharkiv, Ukraine, Monday, April 25, 2022. (AP Photo/Felipe Dana)
A Ukrainian serviceman walks amid the rubble of a building heavily damaged by multiple Russian bombardments, April 25, 2022. (AP Photo/Felipe Dana) Source: AP

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now