د اسټراليا حکومت: کډوال انګليسي ژبې ښوونځيو ته نه ځي او ډيره کې د حکومت پر هوساينې پيسو تکيه وي

د اسټراليا حکومت له هغه وروسته کډوالو لپاره د انګليسي ژبې وړيا زده کړې ښوونځيو تړلو پريکړه وکړه کله چې حکومت وموندله، کډوال د ياد کورس يوازې نيمايي وخت وروسته د ژبې ښوونځي پريږدي.

The Manyang family in Tamworth, Australia. With an estimated population around 43,000, the city plays host to over 80 different nationalities.

The Manyang family in Tamworth, Australia. With an estimated population around 43,000, the city plays host to over 80 different nationalities. Source: Lisa Maree Williams/Getty Images

 د اسټراليا حکومت د کډوالو ميشتولو پروګرامونو ته يو ځل بيا کتنه کوي ترڅو بشري مرستو له لارې راغلي کډوال يا ټوله کې اسټراليا کې د کډوالو ميشتيدنې چارې ګټورې کړي.

د اسټراليا د مهاجرت سرپرست وزير الن تود وويل، اسټراليا کې نوو راغلو کډوالو ته انګليسي ژبې زده کړې لپاره ۱،۰۰۰ ساعتونه وړيا زده کړه ورکول کيږي ولې لږ شمير کډوال بيا ټاکل شوي ساعتونه پوره کوي يا په بله معنی د ژبې زده کړې پروګرام له وخت څخه مخکې پريږدي.

د کډوالو ميشتيدنې پروګرامونو بشپړه څيړنه وشوه او د څيړنې موندنې کې له حکومت څخه وغوښتل شول ترڅو دې د کډوالو کار او هم انګليسي ژبې پروګرامونو ته يو ځل بيا کتنه وکړي.

د مهاجرت سرپرست وزير وايي، دا مهال کډوال اسټراليا کې ميشتيدنې برخه کې له يو لړ ننګونو سره مخ دي.

ښاغلي وويل، حکومت به د انګليسي ژبې زده کړې پروګرام هغو کمپونو کې پر مخ اچوي له کومو ځايو شې هر کال زرګونه کډوال اسټراليا ته راوستل کيږي.
Acting Immigration Minister Alan Tudge.
Acting Immigration Minister Alan Tudge. Source: AAP
د حکومت څيړنې له مخه يوازې ۲۱ سلنه له کډوالو څخه د انګليسي ژبې زده کړې له ښوونځيو څخه فارغ کيږي

د اسټراليا حکومت په پام کې لري ترڅو د روان کال جولای مياشت لومړۍ نيټې څخه د انګليسي ژبې زده کړې نوي پروګرامونه پر مخ واچوي.

د حکومت لخوا انګليسي ژبې زده کړې لپاره ۱،۰۰۰ وړيا ساعتونه ورکول کيږي او له کډوالو غواړي ترڅو دې لږ تر لږه ۵۱۰ ساعتونه د انګليسي ژبې زده کړه وکړي، ولې بيا ډيري کډوال يوازې ۳۰۰ ساعتونو زده کړې وروسته نور ښوونځي پريږدي.
اسټراليا کې د پناه غوښتونکو منابعو مرکز څخه ابيولا اجيتوموبي وايي، د کډوالو ميشتيدنې پروګرام کې چټک بدلون ته اړتيا وه.

اغلې وايي، دا يو ښه ګام دی ترڅو د کډوالو ميشتيدنې پروګرامونو ته وکتل شي او دا معلومه شي چې کوم پروګرامونه سم او کوم يې سم کار نه کوي.

اسټراليا کې کار موندلو لپاره پر انګليسي ژبې لږه پوهه او هم حساب باندې پوهيدو اړتيا وي، ولې د مهاجرت سرپرست وزير په وينا، ډيري کډوال له بې کاري سره مخ دي.

اسټراليا هر کال ۱۸،۷۵۰ کډوال له بهر څخه قبلوي ولې د وزير په وينا د ډيرو کډوالو بې کاري حکومت لپاره د منلو نده.
څلور کاله وړاندې د اسټراليا شميرنې ادارې کډوالو کار برخې په اړه معلومات خپاره کړل په يادو معلوماتو کې ۷۷ سلنه له کډوالو څخه اسټراليا ته رارسيدو يو کال وروسته هم بې کاره وي او د حکومت هوساينې پيسو باندې تکيه وي.

بيا همدا کډوال له دريو کلونو وروسته ۳۸ سلنه بې کاره وي او ۱۰ کلونو وروسته ۲۲ سلنه يې بې کاره وي چې دا شميرې اوس هم اسټراليا کې لوړی ګڼل کيږي.

د اسټراليا کډوالو چارو سر پرست وزير تودج وايي، حکومت بايد د کډوالو کور موندلو او يا هغوی په کار ګومارنې باندې کار وکړي.

د وزير په وينا، ډير وخت ته بې کاره پاتې کيدل او يا پر حکومتي پيسو تکيه کيدل هيچا لپاره ښه نه وي که هغه کډوال، مهاجر، يا د اسټراليا تابعيت لرونکی وي.

حکومت وايي، که چيرې د کډوالو په کار ګومارنې نوي پلان کار ونه کړ نه دوی لاس لاندې بل پلان هم لري.

اسټراليا کې هغو کډوالو ته نقدي پيسې ورکول کيږي کوم چې د اسټراليا لرې پرتو سيمو کې ميشت کيږي.

د اسټراليا حکومت په تر کال ۲۰۲۲ پورې ۵۰ سلنه کډوال د اسټراليا لرې پرتو ښارګوټو کې ميشت کړي.
اسټراليا کې د کډوالو مدافعينو ګروپ د حکومت لخوا ميشتولو نوو پروګرامونو هر کلی کړی.
د اسټراليا مهاجرت شورا مشره کارلا ويلشير وايي، حکومت بايد کډوالو ته  د هغوی ستونزو او بې وسي له مخه پناه ورکړي او هغوی ميشت کړي نه چې هغوی ته د کار وسيلې په سترګو وليدل شي.

ښاغلی وزير وايي، هر يو کډوال غواړي چې اسټراليا کې بريالی اوسي او غواړي اسټراليا لپاره يو څه وکړي کوم چې پخوا د مهاجرو نسلونو همداسې کړي.

اسټراليا کې کډوال کولی شي دې هيواد ته ډير څه ورکړي ولې دوی ځيني ننګونې هم مخې ته لري.

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Tom Stayner, Abdullah Alikhil

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service