د روانې میاشتې په ۲۰ نېټه د آسټرالیا د ټاکنو خپلواک کمیسیون د لویدیځې آسټرالیا (Western Australia) د ۶ تنو بریالیو سناتورانو نومونه اعلان کړل، د بریالیو نوماندانو په لېست کې د آغلې پیمان نوم هم لیدل کېده.
په ټاکنو کې د فاطمې پیمان له بریا وروسته، یو زیات شمېر داخلي او بهرنیو رسنیو د نوموړې د بریا په اړه راپورونه خپاره کړل. آغلې پیمان د آسټرالیا د پارلمان لومړنۍ غړې ده چې حجاب اغوندي او د افغانستان اصلی اوسېدونکې ده.

فاطمه پیمان څوک ده؟
فاطمه پیمان په ۱۹۹۵ کال کې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې له تاجک پلار او ازبکې مور څخه پیدا شوې ده.
نوموړې په ۲۰۰۳ م کال کې له خپلې مور او ورونو سره آسټرالیا ته راغلې ترڅو له خپل پلار سره یو ځای شي چې په ۱۹۹۹م کال کې آسټرالیا ته راغلی وه.
د آغلې پیمان کورنۍ د لویدیځ آسټرالیا ایالت، د پرت ښار په شمالي سیمو کې میشته شوې. آغلې پیمان په ۲۰۱۸ م کال کې خپل پلار له لاسه ورکړی او له هغې وروسته یې په ژوند کې سختې ورځې لیدلي دي.

هغه وايي چې پلار یې په آسټرالیا کې په یوه اسلامي ښوونځي کې شامل کړي .
فاطمې د ښونځي له بشپړولو وروسته، د ویسټرن آسټرالیا پوهنتون ته له لاره پیدا کړې او د انسان پېژندنې په برخه کې یې خپل لیسانس ترلاسه کړی دی. نوموړې اوسمهال د سیاست په برخه کې خپله ماسټري ترلاسه کوي.
سیاسي فعالیت
مخکې له دې چې آغلې پیمان د آسټرالیا مشرانو جرګې یا سنا مجلس ته لاره پیدا کړي، هغې د کارګرانو په اتحادیې کې د سیاسي تنظیمونکې په توګه کار کاوه.
هغه وايي چې د همدغې اتحادیې په ملاتړ، د کارګر ګوند لخوا نومانده شوې او سناتورې په توګه ټاکل شوې.
آغلې پیمان د آسټرالیا پارلمان ته لاره پیدا کول یوه "لویه لاسته راوړنه" بولي چې په آسټرالیا د مېشتو افغانانو لپاره ویاړ کېدای شي.
فاطمه پیمان وايي، پلار یې غوښتل ترڅو سیاست ته داخله شي، مګر نه هغې او نه یې پلار دا فکر کړی وه چې د آسټرالیا د پارلمان غړې به و ټاکل شي.
له آغلې فاطمې پیمان سره د اس بی اس دري پروګرام مرکه دلته اوریدلی شئ.

