پولیس وايي، په نیو ساوت وېلز ایالت کې یې یوه ۳۱ کلن میرمن پدې تور نیولی چې په ۲۰۱۴ کال کې یې له خپل خاوند سره سوریې ته سفر کړی او هلته پاتې شوې.
دغه میرمن د ۲۰۱۴ کال په لومړیو کې له خپل خاوند سره د یو ځای کېدو لپاره سوریې ته تللې وه. د یادې میرمن خاوند یو کال وړاندې له آسټرالیا څخه سوریې ته پدې موخه تللی وه ترڅو له داعش سره یو ځای شي او جکړه وکړي.

پولیس وايي، دغه ښځه په سوریه کې د خپل میړه له فعالیتونو خبره وه او په خپله خوښه یې سفر کاوه ترڅو هغه سره یو ځای اوسي.
پولیس په دې باور دي چې د هغې خاوند په ۲۰۱۸ کال کې په سوریې کې مړ شوی دی.
یاده ښځه د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو تر کنټرول لاندې الروج کمپ کې اوسېده، تر هغه چې د تیر کال په اکتوبر میاشت کې آسټرالیا ته راستانه شوه.
دغه میرمن به د پنجشنبې په ورځ د واګا واګا په سیمه ایزه محکمه کې د قاضي مخ ته حاضره شي.
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

