ټاکل شوې د راونې اپریل میاشتې په ۱۳ مه د ازبکستان پلازمېنه سمرقند د افغانستان په اړه د کاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې غونډې کوربه وي.
د راپورونو له مخې په دې غونډه کې به د ازبکستان ترڅنګ، د چین، ایران، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیران کډون وکړي او پکې به د افغانستان په اړه پر مهمو مسایلو خبرې وشي.
د روسیې د ټاس خبري اژنس د راپور له مخې په دې ناسته کې به د روسیې په استازیتوب ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ګډون وکړي.
د معلوماتو له مخې د افغانستان د سیاسي هواري لپاره د سیمه ییزو شریکانو د راتلونکو ګامونو څیړل، ترهګرۍ ته په پام سره ستونزمن امنیتي وضعیت، به د دې غوڼډې د خبرو د اجنډا په سر کې وي.
د دې ترڅنګ د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د بشري او ټولنیز-اقتصادي وضعیت ثبات، له نشه یي توکو سره مبارزه او له ترهګرۍ سره د مبارزې د هڅو همغږي، د خبرو له نورو محورونو څخه دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې په دې غونډه کې به «د سیمه ییز اقتصادي یووالي پراختیا او د کابل په ګډون د ترانسپورتي او انرژۍ د پروژو تطبیق، د پخوانیو موافقو له مخې ترسره شي.»
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي ددې غونډې ترسره کېدل مهم بولي او په خبره يې دا غوڼده کولي شي چې له اوسني حکومت سره د تعامل په برخه کې یوه مثبت ګام وي.
د پوهنتون استاد او د چارو شنونکي جاوید مومند وايي، هر هغه غوڼده چې د افغانستان په تړاو د سیمې هېوادونو له لوري نېول کیږي کولي شي له نړۍ سره د طالبانو د تعامل په برخه کې ګټور وي ځکه په وینا په داسې غونډو کې د افغانستان ستونزې او هغه ګواښونه چې په راتلونکي کې دغه هېواد ته متوجه دي را برسېره کیږي.
کابل څخه زمونږ همکار رحيم الدين اورياخيل بشپړ رپوټ لري چې لا ډير نور اوريدلی شئ.



