لومړي ځل لپاره پښتنې ميرمنې مينا ذکي د اسټراليا سترې ټلويزيوني شبکې په يو مستند کې برخه واخيسته

Mina Zaki

Mina Zaki Source: SBS

اسټراليا کې د اسلام پر سر بحث او بيلابيل نظرونه د ډيرو پام ځانته اړولی او وروستي رپوټونه دا ښايي چې اسټراليا کې اسلام خلاف نظر لرونکو شمير هم په ډيريدو دی.


اسټراليا او نړۍ ځيني نورو هيوادو کې ترهه ګريز بريدونه او په ځانګړي ډول له هغې سره د اسلام نوم تړل ډيره کې په بهرنيو هيوادو کې د خلکو پام ځانته اړولې او ډيره کې مسلمانان دا کوښښ کوي چې لويديځوالو ته د اسلام اصلي او ښه بڼه وښايي.

همدې لانجمنې موضوع ته په کتو داچې لويديځ کې ولې خلک اسلام او مسلمانانو ته په بيلابيلو سترګو ګوري، د اس بي اس نړيوالې شبکې لس مسلمانان چې د بيلابيلو کلتورونو څخه ول او هم په هغو کې ښځې او نارينه شتون لاره په يوه کور کې ۸ ورځو لپاره اوسيدو ته راوبلل او هغوی په داسې حال کې چې يوځای ژوند کاوه اسلام په اړه خپل بيلابيل نظرونه او د ژوند تجربې شريکې کړي.

د لسو ګډونوالو څخه يوه يې مينا ذکي نوميږي چې هغه پښتنه ده او له افغانستان څخه کوچنيوالي کې اسټراليا ته راغلې.

اس بي اس شبکه په پام کې لري چې دا دوه ساعته مستند د روانې مياشتې په ۲۱ او ۲۲ اس بي اس ټلويزيون له لارې خپور کړي.

له پښتنې ګډونوالې مينا ذکي سره مو د هغې دې ستر ګام او مستند په اړه خبرې کړي چې تاسې د هغې بشپړه مرکه دلته اوريدلای شئ.

 

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service