مهم ټکي
- د قطر صدراعظم تېره میاشت کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو له مشرتابه سره پټه لېدنه کړې.
- په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان تېره اوونۍ د دویم ځل لپاره په غور ولایت کې خپلې بشري مرستي وځنډولي.
- رویټرز خبرې اژانس تېره اوونۍ راپور ورکړ، چې د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني د طالبانو له مشرتابه ملا هبت الله سره پټې خبرې کړي دي.
- نړیوال بانک تېره اوونۍ د یوه راپور په خپرولو سره وویل، په افغانستان کې مالي پرسوب مخ په کمېدو دی.
- یو شمېر امریکايي سناتورانو تېره اوونۍ پرېکړه وکړه چې پر طالبانو د سختو بندیزونو لګولو لپاره د امریکا کانګرس ته یو لایحه وړاندې کوي.
- د پاکستان د سولې انسټېټوټ تېره اوونۍ وویل، په افغانستان کې د طالبانو واګمنېدو سره په پاکستان کې ترهګریز بریدونه ډیر شوي دي.نور په بشپړ غږيز رپوټ کې واورئ.



