Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د اسټراليا سيډني ښار کې د پښتنو اختر ميله جوړيږي

Pashto Eid.jpg

سيډني ښار کې د پښتنو اختر ميله

د اسټراليا سيډني ښار کي د می مياشت پر ۵ نيټه د پښتنو اختر ميله جوړيږي.


خپور شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د اسټراليا سيډني ښار کي د می مياشت پر ۵ نيټه د پښتنو اختر ميله جوړيږي.


د اسټراليا سيډني ښار کې لومړي ځل لپاره د پښتنو د اختر ميلې تر نامه لاندې يو ستر جشن نيول کيږي.

اسټراليا ته له پاکستان او افغانستان څخه راغلي پښتانه په ياده ميله کې برخه اخلي او اختر له پښتنو دود او کلتور سره لمانځي.

د ياد ورځې تنظيم کوونکې کامله خان مياخيل له اس بي اس پښتو ته وويل، " ياده ورځ ټولو پښتنو بيا په ځانګړي ډول ماشومانو او کورنيو لپاره مهمه ده ترڅو هغوی خپل کلتور او دودونو څخه خبر او ورسره وصل شي.

په ياد ميله کې د حشمت سحر کنسرټ ترڅنګ، د ماشومانو نقاشي، اټن، مشاعره، نکريځې، د کاليو ننداره او د اختر نورې دوديزې لوبې پښتنو ته وړاندې کيږي.

307548600_10217389829136365_5798649893420176409_n.jpg
کامله مياخيل، اسټراليا کې د پښتنو کلتور نړيوالې ورځ ټولنې مشره

اغلې مياخيل وايي، کورنيو هڅونې لپاره هغوی ته وړيا ټکټ ورکول کيږي او هغه کسان چې کورنيو پرته ميله کې برخه اخلي هغوی بايد ټکټ له ځانسره ولري.

سيډني ښار کې د پښتنو اختر ميلې اړوند نور اړين معلومات د اغلې کامله مياخيل په بشپړه مرکه کې اوريدلی شئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now