Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

افغان چارواکو د اختر په ورځو کې د کلک امنیت ډاډ ورکړی

Afghan Police

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې، د پولیسو ټولو قطعاتو ته د تیارسي امر شوی او د اختر په ورځو کې به له ټولو تفریحي سېمو او عبادت ځایونو په سمه توګه ساتنه وکړي. دغه وزارت همدارنګه وايي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سوداګرو او دوکاندارانو ته سپارښتنه شوې چې پر ماشومانو د پلاستیکي وسلو او پټاقیو له خرڅولو ډډه وکړي. په ورته وخت کې خلک هم د اختر په شپو ورځو کې له امنیتي ارګانونو د ښه امنیت د ټینګښت هیله کوي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د اختر په شپو ورځو کې د امنیت د تینګښت ډاډ ورکوي، چې په تېر کوچني اختر کې چې د وسله والو طالبانو او حکومت ترمنځ لنډ مهاله اوربند هم شوی وو په ننګرهار کې دوه انتحاري حملو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. نور حال د ناجیې ساپۍ په ریپوټ کې اورئ.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Najia Safi

وړاندې کوونکی Najia Safi

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې، د پولیسو ټولو قطعاتو ته د تیارسي امر شوی او د اختر په ورځو کې به له ټولو تفریحي سېمو او عبادت ځایونو په سمه توګه ساتنه وکړي. دغه وزارت همدارنګه وايي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سوداګرو او دوکاندارانو ته سپارښتنه شوې چې پر ماشومانو د پلاستیکي وسلو او پټاقیو له خرڅولو ډډه وکړي. په ورته وخت کې خلک هم د اختر په شپو ورځو کې له امنیتي ارګانونو د ښه امنیت د ټینګښت هیله کوي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د اختر په شپو ورځو کې د امنیت د تینګښت ډاډ ورکوي، چې په تېر کوچني اختر کې چې د وسله والو طالبانو او حکومت ترمنځ لنډ مهاله اوربند هم شوی وو په ننګرهار کې دوه انتحاري حملو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. نور حال د ناجیې ساپۍ په ریپوټ کې اورئ.



Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now