اسټراليا کې د افغاني فلمونو فيستيوال روانه مياشت پر مخ اچول کيږي

Ghan film festival

Ghan film festival Source: Ghan Film

.اسټراليا کې د افغاني فلمو فيستيوال جوړيږي


 د فردا بنسټ چې غان فلم هم د ياد بنسټ يوه څانګه ده په پام کې لري ترڅو روانه مياشت کې د افغاني فلمونو فيستيوال جوړ کړي کوم او ياد فيستيوال د اډيليډ ښار څخه وروسته لومړي ځل لپاره ميلبورن ښار کې هم پر مخ اچول کيږي.

د فردا بنسټ غړی سيد منصور هاشمي وايي چې له شاخؤا ۴۰ فلمونو څخه چې ياد فيستيوال ته ليږل شوي ول ۹ غوره فلمونه انتخاب شوي او د روانې مياشتې پر ۱۹ او ۲۰ اوکتوبر اډيليډ ښار کې او په ۲۲ د اوکټوبر ملبورن ښار کې نندارې ته وړاندې کيږي.

د ياد بنسټ په وينا لدې فيستيوال څخه لاسته راوړل شوې پيسې افغانستان کې پر بې وزله ماشومانو لګوي.

د افغاني فلمو فيستيوال د کلتور او هنر ودې لپاره اړين بلل کيږي او له اسټراليا ميشتو افغانانو غوښتل شوي ترڅو ياد فيستيوال کې ګډون وکړي.

د فردا بنسټ او هم د غان فلم فيستيوال له تنظيم کوونکي ښاغلي سيد منصور هاشمي سره مو مرکه کړې او بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.

 

لا نورو مطالبو لپاره زمونږ فيسبوک پاڼه خوښه کړئ.

https://www.facebook.com/PashtoSBS


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now