لومړي ځل لپاره افغان ژباړونکي له تقاعد شوي اسټراليايي سرتيرو سره د کرکټ لوبې له لارې يو ځای شول

Afghan interpreters and ADF veterans cheering after friendly cricket match

Source: Supplied

د افغانستان جګړې دوران کې زرګونو اسټراليايي سرتيرو د سولې ټينګښت او بيا رغونې برخه کې پراخه ونډه اخيستې او ياد ماموريت ترسره کولو لپاره يې تل د ځايي افغان ژباړونکو مرستې له ځانسره لرلې. لومړي ځل لپار ځيني افغان ژباړونکي او د اسټراليا پخواني سرتيرې چې افغانستان کې يې ماموريت کړی د کرکټ لوبې ترسره کولو له لارې له يو بل سر يوځای شول.


د افغانستان جګړې دوران کې د نورو هيوادونو ترڅنګ اسټراليا هم پراخ پوځي او هم رغونې ماموريت درلود او په ياد ماموريت کې د اسټراليايي ځواکونو ترڅنګ سلګونو افغانانو هم له يادو ځواکونو سره کار او مرستې کړي.

د اسټراليا پوحي ماموريت تر ختميدو وروسته سلګونه افغان ژباړونکي او کورنۍ يې اسټراليا ته راوستل شوي چې دا مهال د اسټراليا بيلابيلو ښارونو کې ميشت او ژوند کوي.

لومړي ځل لپاره افغانستان کې د اسټراليايي ځواکونو پخوانيو کار کوونکو او د هغوی ژباړونکو يوه دوستانه کرکټ لوبه ترسره کړه چې موخه يې د دواړو خواوو له يو بل سره يوځای کيدل او هم رواني اړخه يو بل ته لاس ورکول ول.

د لوبې يو له تنظيم کوونکو څخه د اسټراليايي پوځيانو پخوانی ژباړونکی سمندر خان صديقي وه. نوموړی دا مهال د اسټراليا اډيليډ ښار کې د Afghan Association South Australia يوې ټولنې مشري هم پر غاړه لري.

Afghan interpreters and ADF veterans during friendly cricket match
Source: Supplied

اس بي اس پښتو خپرونې سره مرکې دوران کې ښاغلي صديقي وويل، کرکټ له لارې د پخوانيو اسټراليايي سرتيرو له خپل ژباړونکو سره يوځای کيدل دواړو لپاره يوه ډيره ښه تجربه وه او لدې لارې دواړو لورو رواني روغتيا لپاره ګټور تماميږي.

د اسټراليا پخوانيو سرتيرو او د هغوی ژباړونکو ترمينځ د کرکټ دوستانه لوبه د ډسمبر مياشت پر ۵ نيټه اډيليډ ښار کې ترسره شوه او دا لوبه افغان ژباړونکو وګټله.

د يادې لوبې تنظيم کوونکي او د Afghan Association South Australia مشر ښاغلي سمندر خان صديقي سره بشپړه مرکه واورئ.

 

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now