مهم ټکي
- د افغانستان محصولاتو تېره اوونۍ د هند په یوه نندارتون کې چې میلیونونه کسانو په کې کډون کړی وه د ۱۷ هېوادونو له منځه د لومړي مقام خپلولو سره د سرو زرو مډال وګټئ.
- افغان کرېکټ بورد تېره اوونۍ له متحده عربي اماراتو سره داسې یوې هوکړې ته ورسیده چې له مخې به يې افغانستان د پنځو کلونو په موده کې د متحده عربي اماراتو په لوبغاړو کې د کرېکټ لوبو کوربتوب وکوي.
- په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر تېره اوونۍ د یوه پلاوي په ملتیا له کابل څخه راغلې وه او طالب چارواکو سره يې وکتل.
- د تاجکستان پلازمینه دوشنبه کې تېره اوونۍ د هرات امنیتي خبرو اترو لسمه غونډه ترسره شوه.
- وسله والو په افغانستان د رسنیو پر وړاندې د محدویتونه پر دوام تېره اوونۍ د ازادي او امریکا غږ اشنا راډیو ګانو نشرات بند کړل.



