د اسټراليا اډيليډ ښار کې تيره يکشنبه د اپريل مياشت پر ۱۰ نيټه د يو افغانې کورنې په کور کې سهار د پيشلمي په وخت کې اور لګيدو له امله د څلورو ماشومانو درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوه ولې له څلورو ورځو درملنې وروسته يې ساه ورکړه.
ياده ميرمن چې ۲۳ کاله يې عمر درلود دوه کاله وړاندې د افغانستان له ارزګان ولايت څخه اسټراليا کډه شوې وه.
دا اور د کور په پخلنځي کې سهار پيشلمي په وخت کې پداسې حال کې لګيدلی چې په کور کې ۱۲ کسان نور هم ول.
ياد کور کې د کورنۍ غړو په ګډه ژوند کاوه چې د کور په شاته برخه کې ياده ميرمن سره د خپلو څلورو ماشومانو او خاوند ژوند کاوه.
اډيليډ ښار کې د افغان ټولنې مشر سمندر خان صديقي چې له قرباني شوې کورنې سره نږدې اړيکې لري وايي، ډيري کورنۍ چې له افغانستان څخه اسټراليا ته کډه کيږي نو د پخلنځي سيسټم توپير کوي او کورنۍ بايد د خونديتوب پروګرامونو کې ګډون وکړي ترڅو د خطر څخه ځان ژغورنې چارې زده کړي.
ښاغلی صديقي وايي، حکومت او موسسو لخوا د خونديتوب پروګرامونو پر مخ اچول ډير ګټور دي او بايد د ټولنې غړي پکې برخه واخلي.
د ښاغلي صديقي په وينا، ډير افغانان حکومت لخوا جوړو شوو داسې پروګرامونو کې برخه نه اخلي.
نور جزيات په مرکه کې واورئ.



