د پاکستان سند ايالت کې بې اسناده سلګونه افغانان چې پکې ماشومان او ښځې شامله دي دا مهال زندانونو کې بندي دي او له نا معلوم راتلونکي سره مخ دي.
د يادو بندي شوو کسانو خپلوان وايي، چارواکي د پيسو په بدل کې د يادو کسانو خوشې کولو ته لمن وهي ولې ځيني وخت وکيلان د هغوی خوشې کولو يا قضيو مخې ته وړلو لپاره پيسې اخلي ولې کوم کار نه کوي.
د پاکستان سند ايالت د نورو په پرتله ډير شمير افغانان د اسنادو نه درلودلو له امله زنداني کړي.
د بندو افغانانو خپلوان وايي، چې د هغوی عزيزانو بيرته افغانستان ته ډيپورټ کولو پريکړه شوې ولې دا پريکړه نه عملي کيږي.
حاجي حامد چې د کډوالو مدافع دی او ګڼو زندانونو کې يې د افغان کډوال خبر اخيستی وايي، داسې بريښي چې حتی د کډوالو خوشې کولو او بيرته افغانستان ته ليږلو لپاره هم ترې پيسې غوښتل کيږي
ښاغلی وايي، په بندو افغانانو کې له ۱۶ کلنو څخه تر ۸۰ کلنه پکې ماشومان، ميرمنې او ناروغان هم شامل دي.
پاکستان کې افغان سفارت وايي، د افغان بنديانو ستونزو حل لپاره له پاکستاني چارواکو سره په اړيکه کې دي، ولې بله خوا بيا افغان بنديان وايي، افغان سفارت ورسره هيڅ مرسته نده کړې.
د پاکستان دا ګام په پاکستان کې ميشت د بشر حقونو کميسيون غندلی او نورو بې ګناه وګړو نيول کيدو مخنيوي غوښتنه کړې.
پيښور څخه اسلام ګل افريدی لا ډير معلومات پدې رپوټ کې ځای کړي.
بشپړ رپوټ واورئ.
———————————————————————————
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړی اتوګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.




