افغانستان کې د پخواني حکومت ړنګيدل او بيا د طالبانو واکمنۍ وروسته پاکستان کې د ميشتو کډوالو ستونزې ډيرې شوي.
افغان کډوال لپاره د زده کړې نصاب او بيا نورې ستونزې د هغوی زده کړو باندې بدې اغيزې شيدنلي.
اسلام آباد کې يو ښوونځی چې په پښتو ژبه زده کړې وړاندې کوي پرانيستل شوی او ډير شمير زده کوونکي يې جذب کړي.
ياد ښوونځي کې زده کوونکي وايي، په اردو او نورو ژبو زده کړو سره دوی پرې نه پوهيدل چې څه وايي ولې د نوي ښوونځي چې د متحده همدرد په نامه ياديږي د هغوی ستونزې حل کړي او په پښتو ژبه زده کړه کوي.
ياد ښوونځي کې ګڼ شمير زده کوونکي هغه بې وسه دي کومو چې د نورو ښوونځي فيسونو ورکولو توان نه درلود.
موسی کليم همدرد د ياد ښوونځي مشري په غاړه لري او وايي، لا اوس هم ډيرې ستونزې شته چې کډوال ورسره لاس او ګريوان دي ولې پدې خوښ دی چې ماشومانو ته په خپل ژبه زده کړې زمينه برابروي.





