له افغان سرتيرو اسټراليا کې تود هرکلی وشو

Afghan Team Arrives at Sydney Airport

Afghan Team Arrives at Sydney Airport Source: SBS Pashto

.ټپي شوي افغان سرتيري نړيوالو لوبو کې برخه اخيستلو لپاره اسټراليا ته ورسيدل


د نړۍ بيلابيلو هيوادو څخه د سلګونو په شمير ټپي شوي سرتيري د انويکټس لوبو کې برخه اخيستلو لپاره اسټراليا ته راغلي.

افغان لوبډلې ته سيدني ميشتو افغانانو تود هرکلی ووايه او هوايي ډګر ته د هغو ښه راغلاست لپاره لسګونه افغانان سره د ګلونو ورغلي ول.

افغان لوبډله په دريو برخو کې لوبې ترسره کوي او ټوله کې له ۱۸ هيوادونو لوبغاړي په انويکټس لوبو کې برخه اخلي.

سيدني ښار کې د افغانانو همکارۍ ټولنې پرون راغلو سرتيرو ته يوه غونډه هم جوړه کړې وه په کوم کې چې د افغانستان اسټراليا لپاره سفير ښاغلي وحيدالله ويسي ترڅنګ ځيني نورو مشرانو هم ګډون وکړ.

زمونږ همکار مجيب منيب هم غونډې ته ورغلی وه او له افغان لوبغاړو او چارواکو سره يې  خبري کړي چې بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now