په افغانستان کې له هغې وروسته چې نوي حکومت منځته راغلی په دې هېواد کې ټول دولتي پوهنتونونه د وسله والو طالبانو له لوري د زده ګریالانو پرمخ تړل شوي دي او دوی ته اجازه نه ورکول کیږي چې خپلو زده ګړو ته دوام ورکړي چې دې چارې په کور دننه او بهر اندیښني راپارولي دي.
عام باور دا دی چې زده ګړیالان د افغانستان راتلونکی ټاکي، او که ورته د زده کړو د داوم اجازه ورنکړل شي نو دا چاره نه یواځې د اوس لپاره بلکې د کلونو کلونو لپاره به د هېواد پرمختګ ته لوی زیان ورسوي.
خو له دې ټولو اندیښنو سره سره یو شمیر زده کړیالان وايي، په افغانستان کې په تېرو دوو کلونو کې د کورونا ویروس د خپرېدو او سياسي تحولاتو له امله تحصيلي بنسټونه ډېر وځپل شول او اوس اړتيا ده چې پوهنتونونه بېرته پيل شي.
د ښوونې او روزنې پوهنتون د ادبیاتو د پښتو څانګې د وروستی کال زده ګړیال احمد غیاث منګل چې تمه يې درلوده ، سږکال له پوهنتون نه فارغ شی وايي، د پوهنتونونو له تړل کېدو سره یې راتلونکی برخليک روښانه نه دی.
هغه زیاته کړه له بده مرغه د تېر حکومت له پرځیدو راپدیخوا هر څه له منځه تللي، او د تعلیمي مرکزونو سربېره د تحصیلي بنسټونو دروازي د دوی پر مخ تړل شوي دي.
افغانستان کې د پوهنتونو زده کړيالان له طالبانو غواړي چې د پوهنتونونو دروازي دې له قید او شرط پراته ژر تر ژره پرانیزي.
کابل څخه زمونږ همکار رحيم الدين اوريا بشپړ رپوټ واورئ.





