Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا ته راوستل شوې افغان ميرمنې خپل کورنۍ پاتې غړو لپاره انديښمنې دي

Afghan female evacuees

د طالبانو واکمنۍ وروسته زرګونه افغانان چې اسټراليا ته راوستل شوي پکې داسې ميرمنې هم دي کوم چې کورنۍ نږدې غړي يې افغانستان کې پاتې شوي. دوی وايي، اسټراليا کې يې ژوند ښه دی او خوشحاله دي ولې تل خپل کورنيو غړو په فکر کې دي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د طالبانو واکمنۍ وروسته زرګونه افغانان چې اسټراليا ته راوستل شوي پکې داسې ميرمنې هم دي کوم چې کورنۍ نږدې غړي يې افغانستان کې پاتې شوي. دوی وايي، اسټراليا کې يې ژوند ښه دی او خوشحاله دي ولې تل خپل کورنيو غړو په فکر کې دي.


 د اسټراليا سدني ښار کې د افغان د ښځو خوځښت ټولنې په ګډه له افغان ټولنې همکاري بنسټ سره د دسمبر پر پنځمه نیټه له افغانستان څخه ۶۰ نوو راغلو میرمنو ته د چکر زمینه برابره کړه.

افغانستان کې له تير اګست مياشت راهيسې کله چې طالبان واک ته ورسيدل له هغه وروسته زرګونه افغانان اړ شول ترڅو خپل هيواد پريږدي.

اسټراليا يو له هغو هيوادونو څخه دی چې خپل لمن يې زرګونو اړمنو افغانانو ته خلاصه کړه او يوازې اګست مياشت راهيسې نږدې ۵۰۰۰ افغانان چې پکې ښځې او ماشومان هم شامله دي اسټراليا ته راوستل شوي.

د نوو راغلو افغانانو ميشتيدنې لړ کې د افغانانو ځاييي ټولنې هڅه کوي ترڅو نوي راغلي کسان له اسټراليا سره اشنا کړي.

زرمينه ظفر يادې موضوع نوو راغلو افغان ميرمنو ژوند ته کتنه کړې بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now