پر کابل د طالبانو له واکمنېدو د کابو څلورو میاشتو له تېرېدو وروسته، د طالبانو مشر ملاهبت الله کابو دوه اونۍ وړاندي د ښځو د حقونو په اړه نوی فرمان صادر کړ. افغانانو او بيا په ځانګړي ډول افغانو ميرمنو ياد فرمان په اړه بيلابيل غبرګونونه څرګند کړي.
په دغه فرمان کې تر ډېره د واده د حقونو، میراث او د ټولنې د ناسمو دودونو په اړه په کې یادونه شوې او په نوي دولت کې د ښځو او نجونو د زده کړو او سیاسي ونډې د حق په هکله څه نه دي ویل شوي.
همداراز په دغه فرمان کې نه دي روښانه شوي چې ښځې به تر کومې کچې په حکومت کې ونډه ولري او په کومو شرایطو به له کوره بهر فعالیت کوي.
خو دا فرمان په افغانستان کې د خلکو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
یو شمیر افغانان د وسله والو طالبانو د مشر له دې فرمان نه هر کلی، خو ځیني نور بیا نیوکه کوي.
کابل کې زمونږ همکار رحيم الدين اورياخيل له ګڼو افغانانو سره خبرې کړي چې تاسې د هغوی څرګندونې دلته اوريدلی شئ.
رحیم الدین اوریاخیل





