اسټراليا کې د افغان ښځو خوځښت (AWOTM) يو هنري او کلتوري نندارتون جوړ او د افغانستان کې د جګړې ناخوالو پر ميرمنو اغيزې نندارې ته وړاندې کړی.
سيدني ښار کې د بلاک ټاون هنري مرکز کې د افغانو ميرمنو کيسې ويډيو اوهم هنري کارونو له لارې نندارې ته وړاندې شوې.
نن د ياد هنري نندارتون لومړی ورځ وه چې دا به دريو اونيو پورې جاري وي.
د يادې ټولنې يوې غړې او هم د غان فيشن بنسټ ايښودونکې ليدا منګل له اس بي اس سره په خبرو کې وويل، افغان ميرمنې په هر حالت کې ميړانې ثابتې شوې او د نندارې مقصد د هغوی ميړانه او څنګه پر پښو ولاړې او ژوند پر مخ وړلو انځور وړاندې کول دي.
د جګړې ناخوالو د نورو ترڅنګ پر ښځو تر ډيره اغيزې شيندلي او داچې دوی اوس خپل ځواک او انعطاف څرګندولو توان لري نو دوی دا تر نورو رسول غواړي.
د افغان ښځو خوځښت ټولنې مشره مريم ذاهد پوپل وايي، د ياد نندارتون جوړولو بل مقصد افغانستان کې له هغو ميرمنو سره پيوستون دی کوم چې له کړاوونو سره لاس او ګريوان دي.
اس بي اس پښتو سره د ليدا منګل بشپړه مرکه واورئ.





