په کابل ښار کې ککړې هوا د دې ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي دي

AFGHANISTAN-POLLUTION-WEATHER

په کابل ښار کې ککړې هوا د دې ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي دي Source: AFP / WAKIL KOHSAR/AFP via Getty Images

د چاپیریال ساتنې برخې یو شمېر کارپوهان په افغانستان کې د خلکو له لورې د بې کیفیته سوند توکو سوځول د ککړې هوا یو لامل بولي.


په کابل ښار کې د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ ککړه هوا هغه لویه ستونزه ده چې په تدریجې ډول د دغه ښار اوسېدونکو ژوند اخلي.

په کابل ښار کې هوا هر کال د ژمي په موسم کې تر بل هر وخته ډېره ککړیږي او د دې ښار د اوسېدونکو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

عام باور دا دی چې د خلکو په منځ کې د عامه پوهاوي کموالی، د بې کیفیته تېلو استعمال، د برښنا کمښت او د لرګیو پر ځای له ډبرو سګرو ګټه پورته کول هغه عمده لاملونه دي چې د کابل ښار هوا د ژمي په موسم کې ککړوي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now