- په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د تیر نظام د استازي د مقام او یا هم د څوکۍ په سره ناندریو زور اخیستي.
- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره د جایزې د ورکولو څانګې په افغانستان کې د داعش د خراسان ډلې د مشر ثناالله غفاري په سره چې په شهاب المهاجر مشهور دی لس میلیونه ډالره جایز اعلان کړې.
- د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو څیړنیز راپور کې راغلي چې د اسامه بن لادن زوی عبدالله بن لادن د تېر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې له طالبانو سره د لیدو په پار افغانستان ته سفر کړی وه او طالب مشرانو سره يې لیدلي دي.
- اروپايي ټولنې د افغانښوونکو د وضعیت ښه کولو په پار د ۵۰ میلیونه یورو چې شاوخوا ۵۷ میلیونه کیږي مرستې ژمنه کړې.
- د دې اوونۍ د پای موضوع هم دا چې په یوه څیړنیز راپور کې چې د تحلیلګرانو شبکې چمتو کړی راغلي چې د طالبانو د یو شمیر مشرانو لوڼې په بهرنیو هېوادونو





