نړیوال بانک داسې یوه طرح چمتو کړې چې له مخې يې د افغانستان بیارغونې د صندوق د کنګل شویو څه باندي یو میلیارد ډالر ۶۰۰ میلیونه پر هغو پروژو ولګوي چې ګټه يې په افغانستان کې تعلیم، کورنۍ او ټولنې ته ورسیږي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف خبر ورکړي چې په افغانستان کې د ټولو دولتي ښوونځیو د ښوونکو دوه میاشتنی معاش ورکوي.
د افغانستان د مخکني حکومت د ملي امنیت مشور حمدالله محب هغه اوزې بې اساسه وبللي چې ګواکي مخکني ولسمشر محمد اشرف کابل ته راستنیږي.
ملګرو ملتونو د افغانستان د ولسمشر په توګه د اشرف غني نوم د نړۍ د مشرانو د نومونونو له لیست څخه لېری کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تیرې اووني د سه شنبې په ورځ په یوه تازه اقدام کې د افغانستان د فرهنکي اثارو په وارداتو بندیز ولګوه.
د سویس کریډټ بانک یو لړ افشا شوي اسناد ښيې چې ممکن د پاکستان د نظامي استخباراتو ای اس ای پخواني رییس جنرال عبدالرحمن د افغانستان د مجاهدینو سره يې په مالي مرستو کې اختلاص کړی وي.
دا او نور مطالب په رپوټ کې واورئ.





