راپورونه: طالبانو او متحدینو يې په افغانستان کې واک ته رسیدلو راهيسې څه باندې ۱۰۰ کسان وژلي، خو طالبان يې ردوي

 Taliban forces

Source: EPA

دا او دې ته ورته نور موضوعات د افغانستان او سیمې د تیرې یوې اوونۍ په مهمو پیښو کې واورئ.


  • افغانستان او پاکستان هوکړه کړې چې د مرزي دروازو د ستونزو د حل په پار د همغږۍ نوي کړنلاره سره جوړ کړې.
  • ملګرو ملتونو د تیرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ یو راپور کې وویل چې طالبانو او متحدینو يې د اګسټ میاشتې له ۱۵مې راهیسې چې په کابل کې واک ته رسیدلی څه باندې ۱۰۰ تن کسان وژلي چې د افغانستان د مخکني حکومت مامورین، د امنیتي ځواکونو غړي او یا هغه افغانان و چې د نړیوالو ځواکونو سره يې کار کاوه.
  • د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره اوونۍ په سپینه ماڼې کې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثانی سره په لېدنه کې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو مسایلو سربېره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.
  • د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانکړی استازی ضمیر کابلوف ویلي چې پر افغانستان د ټولو لګول شویو بندیزونو لېري کیدل په دې پورې تړلي چې په دې هېواد کې د طالبانو په مشرۍ حکومت په ځینو برخو کې کوټلي ګامونه واخلي.
  • قطر او وسله والو طالبانو هوکړه کړې چې له افغانستان د هغو افغانانو د تخلیې پروګرام به بیا پیل کړي چې له خطر سره مخ دي.
  • د دې اوونۍ د پای موضوع هم دا چې د امریکا مالیې وزارت نړیوالو بانګونو ته د دې اجازه ورکړه چې د بشري مرستو په پار افغانستان ته پیسې واستوي.

 

 

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now