Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

افغان ځواکونو د غزني ښار تر خپل کنټرول لاندې راوستی

Ghazni

د غزني ولایت يو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان وايي، حکومت د غزني ولایت د امنیت په ټينګښت او د وسله والو طالبانو په ځپلو کې ناغېړې کړې. دوی د کابل عیدګاه جومات مخې ته د دوشنبې ورځې په يوه اعتراضیه غونډه کې له امنیتي بنسټونو وغوښتل چې په دغه ولایت کې دې د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف پراخ پوځي عملیات پېل کړي. د دوی په خبره که افغان ملاتړي ځواکونه په وخت سره غزني ته رسېدلې وای نو غزني به له دومره لوی ناورین سره نه مخ کېده. دا په داسې حال کې ده چې د يو شمېر راپورونو له مخې د غزني جګړه څلورمې ورځې داخله شوې ده . یوشمیر د غزني چارواکي وايي،چې د شنبې په شپه غزني ته د طالبانو شااوخوا ۸۰۰ تازه وسله‎وال د پاکستان له کوټې ورسېدل او د پرون ورځې جګړې ته‌یې زور ورکړ. د غزني په ښار باندې د جمعې په شپه وسله‎والو طالبانو بریدونه پیل کړي دي. طالبانو ادعا کړې چې د غزني ښار زیاتې سیمې یې نیولي او ګڼو افغان پوځیانو ته‌یې مرګژوبله اړولې هغه څه چې افغان چارواکي یې ردوي. پدې اړه تفصیل د ناجیې ساپۍ په ریپوټ کې اورئ.

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Najia Safi

سرچینه: SBS

Share this with family and friends

Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now