د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان لوبډله به بیرته قوي میدان ته را وګرځي او پاتې لوبې به وګټي

ICC World Twenty20 India 2016: South Africa v Afghanistan

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان لوبډله به بیرته قوي میدان ته را وګرځي. Credit: Pal Pillai-ICC/ICC via Getty Images

که څه هم د افغانستان کرېکټ بورډ د افغان لوبغاړو له وروستۍ لوبې خوښ نه دي خو وايي چې دوی به لوبغاړي خپلو نیمګرتیاوو ته متوجه کړي.


د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د سویلي افریقا پر وړاندې په ستر توپیر سره بایلوله.

دغه سیالۍ چې د راونې فبرورۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه د پاکستان په کراچي ښار کې ترسره شوه افغان لوبډله په کې د ۱۰۷ منډو په توپیر له ماتې سره مخ شوه.

دې سیالۍ کې د افغانستان لپاره یوازې رحمت شا ښه لوبه وکړه او نور لوبغاړي ډېر ژر له لوې بهر شول.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات اس بي اس پښتو ته ویلي چې افغان لوبډله د خپلې ماتې اروزنه کوي او په خپلو نیمګړتیاوو کار کوي ترڅو راتلونکو سیالیو ته له نوي پلان سره د لوبې ډګر ته ښکته شي.

نوموړي هيله څرګنده کړې چې افغان لوبډله به بېرته قوي میدان ته را وګرځي او پاتې لوبې به وګټي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now