د برښنا دومداره پرې کېدو کابل ښاریان د ژمي له راتګ مخکې اندېښمن کړي دي

Electricity pylons

د برښنا دومداره پرې کېدو کابل ښاریان د ژمي له راتګ مخکې اندېښمن کړي دي. Source: AAP

د افغانستان د بیارغونۍ لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار د معلوماتو له مخې افغانستان خپله ۸۰ سلنه برښنا له ګاوڼدیو هېوادونو ازبکستان، تاجکستان ، ترکمنستان او ایران څخه وارداوي او دغه هېواد هر کال شاوخوا ۲۲۰ میلیون ډالر د برېښنا په پېرلو لګوي.


له تیرې یوې اوونۍ راهیسې په کابل ښار او یو شمېر ولایتونو کې د برښنا دومداره نشتون خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

د ژمي په را نږدې کېدو سره د کابل ښار اوسېدونکي وايي چې د برښنا پرچاوۍ د دوی ورځنی ژوند، اقتصاد، تعلیم او ټولنیزه هوساینه له ستونزه سره مخ کړې ده.

دا شکایتونه په داسې حال کې کېږي چې د راپورونو له مخې له ازبکستان څخه د ۲۲۰ کیلو واټه وارداتي برښنا مزي د زیانمنېدو له امله افغانستان ته د برښنا واردات نیمايي ته راکښته شوې وه.

خو د برښنا شرکت تازه اعلان کړی چې کابل ته د ازبکستان د وارداتي برښنا پرې شوي مزي بیرته نښلول شوي او په دې سره به د کابل په ګډون د ۱۱ ولایتونو د برښنا د پرچاوۍ ستونزه حل شي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service