د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی له امریکا متحده ایالاتو غواړي چې په پاکستان دې د ډيپلوماتیک فشار تر څنګ په دغه هېواد اقتصادي بندیزونه ولګوي.
د دغي جرګې د غړیو په وینا ،دغه فشارونه کولای شي پاکستان د افغان سولې مرستې ته اړ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جان نېکلسن هم ویلي، پر پاکستان خپل فشارونه زیاتوي چې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.
پدې اړه تفصیل د ناجیې ساپۍ په ریپوټ کې اورئ.
شریکول






