افغانستان کې د ژمي له پیل سره د سون توکو لوړو بیو خلک اندېښمن کړي دي

465435287_2800034406872829_3295619215964143778_n.jpg

Credit: FACEBOOK

د کابل ښاروالي وايي، د احتکار د مخنیوي لپاره يې څار زیات کړی او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې له ټاکل شویو نرخونو پورته سون توکي وپلوري.


د افغانستان په ګڼو سیمو کې د هوا له سړېدو سره سم د سون توکو په ځانګړې توګه د لرګیو او سکرو بیې د پخوا په پرتله خورا لوړې شوې دي.

عام وګړي وايي، سږکال دا بیې نږدې دوه برابره زیاتې شوې دي او خلک يې له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکو اس بي اس پښتو ته ویلي، چې د ژمي د سړې هوا له پیل سره د ورځنیو لګښتونو زیاتېدو د سون توکو د پېرلو توان ترې اخیستی دی.

دوی ټینګار کوي چې له بې وزلۍ او بې روزګارۍ سره د سون توکو لوړې بیې د زغملو نه دي او له چارواکو غواړي چې د بازارونو پر وضعیت جدي څارنه وکړي.

اقتصادي شنونکي بیا د طالبانو له حکومته غواړي چې خلکو ته د سون توک بدیلې سرچینې برابرې کړي، څو هرکال د ژمي پر مهال د سوند توکو بیې لوړې نشي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now