د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند، سید نسیم سادات وايي، افغان لوبډله دا مهال په متحده عرب اماراتو کې په تمریناتو بوخته ده او د سیالیو لپاره بشپړ چمتووالي لري.
نوموړی دا دوه اړخیزې سیالۍ مهمې ګڼي او زیاتوي چې دا لړۍ به افغان لوبډله د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره لا ښه چمتو کړي.
سادات زیاتوي چې لوبډلې د آسیا جام له تجربو څخه زده کړه کړې، او هځه کوي چې په خپلو تېرو نېمګړتیاوو کار وکړي او نړیوالو لوبو ته چمتو شي.
د افغانستان ملي لوبډله داسې مهال له بنګله دېش سره دغه لوبلړۍ ترسره کوي، چې په آسیا جام کې يې د تمې خلاف لوبې وکړي او په خپل ګروپ کې يې له هانګ کانګ پرته خپلې پاتې لوبې سیالو لوبډلو ته بایلودې.
د کرېکټ شنونکی فرهاد فدايي وايي، افغان لوبډله باید په هغو برخو کې چې کمزورې ده، جدي کار وکړي، ترڅو نړیوال جام ته چمتو شي.
فدايي د بنګله دېش پر وړاندې غوره شوي نوملړونه مناسب بولي او هېله څرګندوي چې افغان لوبډله به پیاوړې لوبې وکړي.
د یادونې ده چې له بنګله دېش سره تر سیالیو وروسته، افغان لوبډله به د نومبر په میاشت کې له پاکستان او سریلانکا سره د شل اوریزو سسالیو درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره کړي، چې دا سیالۍ د نړیوال جام لپاره د چمتوالي بل مهم پړاو ګڼل کیږي.
مهرباني وکړئ بشپړ مالومات په راپور کې واورئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.