د افغانستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ د شل اوريزه لوبو درې اړخيزه لوبلړۍ کې ټولې ۷ لوبې کېږي چې هر هېواد له يوه بل سره دوه دوه سیالۍ کوي او وروستۍ سیالۍ به د پایلوبې وي.
د لوبو د مهالوېش له مخې د يادې درې اړخیزې لوبلړۍ لومړنۍ سيالي د افغانستان او پاکستان تر منځ ده.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان لوبډله ددې سیالیو لپاره بشپړه چمتوالی لري او د مهال په تمريناتو بوخته ده.
د کرېکټ بورډ وياند سيد نسيم سادات اس بي اس پښتو سره په خبرو کې وويل، چې دا لوبلړۍ به د اسيا جام لپاره مهم چمتوالی وي.
نوموړى هېله وښوده، چې افغان لوبډله به په دې سياليو کې ښې لوبې ترسره کړي او په لوړ مورال به د اسيا جام سالیو کې ګډون وکړي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.



