افغانستان: افغانان د پوسټي خدماتو له کیفیت او بیو ناخوښ دي

Afghan Post.png

Credit: Gettyimages

د اکټوبر۹مه د پوسټ نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي. دا ورځ د ۱۸۷۴م کال د اکتوبر په ۹مه د جرمني په برلین ښار کې د یونیورسل پستي اتحادیې (UPU) د بنسټ له ايښودلو سره هم مهاله رامنځته شوه. مهرباني وکړئ نور مالومات په راپور کې واورئ.


د پوسټ نړیوال ورځ هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د پوسټي ادارو له لوري نمانځل کیږي، چې پکې بیلابیل فرهنګي، عامه پوهاوي او معلوماتي پروګرامونه ترسره کیږي.
افغانستان هم دا مهال د یونیورسل پستی اتحادیې غړیتوب لري او د افغان پوسټ دولتي شرکت ترڅنګ لسګونه خصوصي شرکتونه په دې برخه کې فعالیت کوي.
که څه هم پوستي خدمات په مدرن ژوند کې حیاتي ارزښت لري خو لاهم ځینې افغانان ددې خدماتو له کیفیت، لاسرسي او بیو څخه ناخوښ دي.
د کابل ښار ځینې اوسیدونکي وايي، چې پوستي خدمات د اړتیا وړ دي، خو په افغانستان کې ورته لازمه پاملرنه نه ده شوې.
دوی د طالبانو له حکومت غواړي چې دې برخه ته لا ډیر کار وکړي او خدماتو بیې يې کنټرول کړي.
د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټګنالوژۍ وزارت بیا وايي، چې له تېرو څلورو کلونو راپدیخوا هڅه راونه ده، ترڅو د پوستي خدماتو شرکتونه معیاري شي او خلکو ته اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي له اس بي اس پښتو سره په خبرو کې وویل، چې دمګړۍ په افغانستان کې د افغان پوسټ دولتي شرکت ترڅنګ ځینې خصوصي پوسټي شرکتونه فعالیت کوي.
نوموړي زیاتوي، دغه شرکتونه نه یوازې په کور دننه بلکې د بېلابېلو هېوادونو د پوسټي شرکتونو سره لېږد را لېږد لري.
ورته وخت کې د افغان پوسټ دولتي شرکت بیا وايي، چې اوس دا شرکت د افغانستان ټولو ولایتونو، ولسوالیو او د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته پستي خدمات لري.
دغه شرکت زیاتوي چې افغان پوسټ دا مهال ۱۸ ډوله خدمات لري او هر کال له دې لارې میلونونه افغانۍ ترلاسه کوي.

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره عصري پستي ارتباط د امیر شیرعلي خان د واکمنۍ پر مهال ( ۱۸۶۰م) کال رامنځته شوی، خو لاهم په دغه هېواد کې پستي سکتور هغه ډول پرمختګ نه دی کړی لکه څرنګه چې باید وی او د خدماتو او د هغې د بیې په اړه لا هم شکایتونه شتون لري.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service