Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

چين، روسيه او يا امريکا او متحدين د طالبانو دوه لارې او د هغې پايلې

Russia USA Summit

US President Joe Biden (L) and Russian President Vladimir Putin Source: AAP

افغانستان لکه هر وخت د نړۍ د سترو قدرتونو د بحث موضوع ده او د طالبانو برخليک هم نا معلوم راتلونکي سره مخ دی. آيا له طالبانو سره د چين او روسيې نږدېوالی د هغوی په ګټه تماميږي؟


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


افغانستان لکه هر وخت د نړۍ د سترو قدرتونو د بحث موضوع ده او د طالبانو برخليک هم نا معلوم راتلونکي سره مخ دی. آيا له طالبانو سره د چين او روسيې نږدېوالی د هغوی په ګټه تماميږي؟


افغانستان باندې د طالبانو له واکمنۍ څخه  نږدې ۸ مياشتې تيرې شوې ولې اوس هم د طالبانو حکومت او خلک له نا معلوم برخليک سره مخ دي.

افغانستان ته چين او روسيي لوړپوړو چارواکو سفرونه او بيا بله خوا قطر کې د امريکا او طالبانو ترمينځ د خبرو پيليدل هغه څه دي چې د افغانانو په ګډون د سيمې هيوادونه يې هم له نږدې څاري.

سياسي چارو شنونکی او د پخواني حکومت ديپلومات ښاغلی معين مرستيال وايي، طالبان اوس لکه پخوا سوچ او دريځ نه لري ، دوی بدل شوی او غواړي نړۍ سره ځان نږدې کړي.

بله خوا افغانستان يو ځل بيا د نړۍ دوه قدرتونو سره اړيکو او نږدې کيدو غوراوی لري چې هر يو يې له ځانسره ګټې او تاوان لري.

ښاغلی مرستيال وايي، د طالبانو پر روسيې او چين باندې اقتصادي تکيه او له لويديځ سره واټن به د هغوی په تاوان تمام شي.

بله خوا له ۶ ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځيو يو ځل بيا تړل نړيواله ټولنه د طالبانو پر ژمنو شکمنه کړې ځکه دا پريکړه په وروستيو شيبو کې د ډيرو له تمې لرې وه.

اس بي اس پښتو سره خبرو کې ښاغلي مرستيال وويل، که طالبان د نجونو ښوونځيو نه پرانيستلو دلايل امن چاپيريال او ځيني نور مسايل يادوي نو پداسې حالت کې بايد د هغو سيمو او ولايتونو ښوونځي پرانيستل شي چيرې چې شرايط برابر وي او داسې هم نده چې په ټول افغانستان کې حالت يو شان وي.

سياسي چارو شنوونکی او د افغانستان د پارلمان پخواني غړي ښاغلي معين مرستيال سره مو پر مهمو مسايلو خبرې کړي، بشپړه مرکه واورئ.

 

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now